ارزګان کې ښاري ګارنیزیون د ناقانونه کړنو په وړاندې اقدام پیل کړی
په دغه ولایت کې د لومړۍ امنیتي حوزې امر نظرمحمد پوپل ازادي راډيو ته وویل چې بې توپيره، له زورواکو او عامو وګړو سره د سرغړونې په صورت کې قانوني چلند کوي، د ټولو موترو تورې ښيښې سپینوي او غېر مسؤله وال نور نه زغمي.
د یاد وني وړه ده چې ترینکوټ ښار د نورو ورځو په توپیر نن دوشنبه پوځي بڼه خپله کړې وه او د موټرو تورې ښېښې د امنیتي ځواکونو له خوا یا سپینېدې او یا هم ماتېدې.
امنیتي مسؤلین وايي، د ښاري امنیت دا ګارنیزیون د خپلسریو، غلاوو، تښتونو او بې ځایه وژنو د مخنیوي لپاره له ټولو امنیتي ارګانونو ګډ جوړ شوی چې د هېچ چا مراعت به ونه کړي.
نیوکې دا دي چې قانون ماتوونکي خپله دولتي کسان او سیمه ییز زورواکان دي چې تل یې دولت په وړاندې پڅ دریځ غوره کوي چې دې چارې په حکومت د خلکو باور کم کړی دی.