جنبش ګذار حرکت د ولسمشر د کار د وروستیو سلو ورځو حساب پېل کړ
د "جنش ګذار" مشر فهیم فطرت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې په سوله ييز ډول او ډموکراتیک ډول د قدرت د انتقال غوښتنه لري.
فهیم فطرت وایي:
"د افغانستان د اساسي قانون د ۲۱مې مادې پر اساس، حکومتونه پنځه کلنه دوره لري او د افغانستان د ملي وحدت حکومت د ولسمشر د کاري دورې پای ته رسېدو ته ۱۰۰ ورځې پاتې دي، جنبش ګذار غواړي چېد نوي ولسمشر د ټاکلو انتخابات د ۱۳۹۷ کال د وري د میاشتې له لومړۍ د غوايي تر میاشتې وشي."
د افغانستان د ولسمشر دفتر تراوسه په دې اړه خبرې نه دي کړې.