په ایران کې د انترنیت پرې کېدو له کبله هلته د مېشتو افغانانو او کورنیو تماسونه پرې شوي
په ایران کې د لاریونونو له امله د انټرنېټ د بشپړ د پرې کېدو نه پنځه ورځې تېریږي. په افغانستان کې یو شمیر هغه کورنۍ چې خپل خپلوان یې په ایران کې مېشت دي وایي، د خپلو عزیزانو له وضعیت نه لا هم بېخبره او له دې امله سخت اندېښمن دي. د بامیان ولایت اوسېدونکې فرشتې، سې شنبه د جنورۍ په ۱۳مه ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې یې له خپل ورور سره چې اوس مهال په ایران کې دی اړیکه نه ده روغه شوې: "زما مشر ورور ایران کې دی، هغه په افغانستان کې زما د مور، ورور او خور ملاتړ کوي. تر څلورو ورځو زیات وخت کېږي... Читать дальше...