روسیې نن سهار پر اوکرایین تازه د بې پیلوته الوتکو بریدونه کړي
روسیې نن سهار د اوکرایین پر پلازمینه کیف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي. اوکرایین چارواکي وايي، د بې پیلوټه الوتکو پاتي شونو په څو سیمو کې اور بل کړی دی. د راپورونو له مخې، دوه کسان ټپیان شوي او د اوکرایین په ډیرو ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي. اوکرایین یو ځل بیا د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې له خپلو لویدیزو متحدانو د دفاعي وسلو غوښتنه کړې ده.