د ایران د اټومي ادارې مشر؛ پلان لرو چې د یورانیم د غني کولو په پروسه کې ځنډ رامنځته نشي
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر وايي، "پلان لرو چې د یورانیم غني کولو پروسه کې ځنډ رامنځته نشي". محمد اسلامي نن سه شنبه ویلي، "د امریکا د بریدونو له کبله اټومي تاسیساتو ته رسیدلي زیانونه مې بررسي کړي او پلان لرو چې د یورانیم په غني کیدو کې خنډ او ځنډ رامنځته نشي". اسلامي په دې اړه چې د امریکا د بمباریو له کبله د ایران اټومي تاسیساتو ته څومره زیان رسیدلی جزیات ور نه کړل. امریکا متحده ایالاتونو له اسراییلو سره په ګډه د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د ایران درې اټومي تاسیسات "فوردو، نطنز او اصفهان" وویشتل،... Читать дальше...