پولنډ د بېلاروس پولې ته نږدې د پوځي ځواکونو د استولو پرېکړه کړې
د پولنډ حکومت د دې هېواد په ختیځ کې د بېلاروس پولې ته نږدې د پوځي ځواکونو د استولو پرېکړه کړې. پولنډ نن افشا کړه چې امنیتي کمېټې د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره له بېلاروس سره پر پوله د دې هېواد ختیځ ته د سرتېرو د استولو پرېکړه کړې. 'پي اې پي' خبري آژانس د پولنډ د امنیتي کمېټې د منشي زبیګنیو هوفمان له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، دا پرېکړه د تېرې چارشنبې په ورځ شوې ده. د بېلاروس د دفاع وزارت پرون وویل چې واګنر ملېشو د ناټو د غړي پولنډ له سرحده یوازې څو کیلومتره لیرې د بېلاروسي ځواکونو روزنه پیل کړې ده. Читать дальше...