د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر ويلي، نوی حکومت به په اخري ځل د پېسو له نړيوال صندوق یا (ای اېم اېف) څخه پور اخلي. نوموړي دا هیله هم څرګنده کړېده چې د راتلونکو اوو نه تر اتو مياشتو په موده کې به د ډالرو بیه اووه ویشت په سلو کې وغورځېږي او حالات به تر ډیره حده سم شي.