د روسیې پلازمېنې مسکو ته نژدې د کنسرت په یوه سالون کې لږترلږه ۴۰ تنه په ډزو وژل شوي دي.
ایتارتاس خبري آژانس د روسیې د استخباراتو د ادارې "ایفایسبي" FSB په حواله خبر ورکړی چې په پېښه کې له ۱۰۰ زیات نور کسان ټپیان دي.
د بریدکوونکو شمېر د درېیو او پنځو کسانو ترمنځ و.
داعش د پېښې مسووليت منلی دی.