د پاکستان کرکټ بورډ وايي د کرکټ نړیوالې شورا ورته واضحه کړې چې د هند ملي لوبډله د لوبو لپاره پاکستان ته نه ورځي.
د اي اېس پي اېن کريک اينفو ویبسايټ دا خبر د نومبر پر ۱۱مه د پاکستان کرکټ بورډ ته رسېدلي د هغه ايميل په اړه ورکړی چې په وينا یې د کرکټ نړيوالې شورا ورته لېږلی دی. د بورډ ترمخه په دې ايميل کې ويل شوي چې هندۍ لوبډله به پاکستان ته نه ورځي. د پاکستان کرکټ بورډ ويلي چې دوی اوس حکومتي لارښوونې ته منتظر دي چې په چيمپينز ټرافۍ کې د هند سیاليوو سره څه وکړي؟ دې ویبسايټ ليکلي چې ممکنه ده په دې لوبلړۍ کې د هند لوبې په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي.
چيمپينز ټرافي د ۲۰۲۵ کال د فرورۍ له ۱۹مې څخه د مارچ تر نهمې پورې کېږي. په دې لوبلړۍ کې به د پاکستان، افغانستان، هند، اسټراليا، جنوبي افريقه، انګلینډ، نيوزيلينډ او سريلنکا ګډون کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ رسنيوو ته ويلي چې د هند کرکټ بورډ چيمپينز ټرافۍ ته د خپلې لوبډلې د نه لېږلو په اړه کوم دلیل نه دی وړاندې کړی. د هند کرکټ بورډ په دې هکله څه نه دي ويلي خو هندي رسنيوو ليکلي چې په پاکستان کې روانو ناامنيوو او هند سره خرابو سیاسي اړيکو له امله هندۍ لوبډله هلته د سیاليوو لپاره نه شي تللی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کرکټ بورډ مشر او د کورنيوو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر اتمه په لاهور کې خبري غونډې ته ويلي وو چې د چيمپينز ټرافۍ ټولې سیالۍ به په پاکستان کې کېږي. هغه زیاته کړې وه چې د دې لوبلړۍ د سیاليوو بهر کېدل ورته د منلو وړ نه دي. هغه ويلي وو چې پخوا یې هم هند ته بلنه ورکړې وه چې پاکستان ته ورشي خو په وينا یې چې دا بلنه رد شوې ده. د نوموړي په وينا که هند سفر ته تيار شي نو دوی به یې په پاکستان کې ښه مېلمه پلنه وکړي.
هند او پاکستان د دوه اړخیزو اړيکو نه درلودو له امله لوبې نه کوي. هند همداراز د کرکټ نړیوالې شورا هغو لوبلړیوو ته هم نه ورځي چې په پاکستان کې وي. د دغسې لوبو يو وروستی مثال د ۲۰۲۳ کال د ایشيا کپ وو چې په پاکستان کې وشو. خو هندۍ لوبډله هلته له تګه انکار وکړ او کوربه هېواد، پاکستان مجبوره شو چې د هند لوبې په متحده عرب اماراتو کې ترسره کړي.
هند او پاکستان د يو بل سره د کشمير د ملکيت پر سر شخړه لري. دواړو هېوادونو په ۱۹۴۷ کال کې تر ازادۍ وروسته، د یو بل سره درې ځلې جنګونه کړي دي.