افغان سوداګر : د افغان زعفرانو نړیوال بازار ګرم شوی
په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او د ایران د زعفرانو په صادراتو کې له خنډونو وروسته، افغان صادرونکي په نړیوالو بازارونو کې افغان زعفرانو ته د تقاضا د زیاتوالي خبره کوي.
دوی وايي په ایران کې د الوتنو د محدودیتونو او انټرنټ په بندیدو سره یو شمیر نړیوالو پیرودونکو د افغانستان بازار ته مخه کړې.