په افغانستان کې د ځینو ماشومانو واکسین ځنډیږي
د افغانستان د روغتیايي برخې یو شمېر کارکوونکي وایي چې د خدماتو محدود لاسرسی، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، د واکسین د ټولیز پوښښ پر وړاندې لوی خنډ دی.
د دې برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د واکسیناسیون په اړه ناسم پوهاوی د واکسین د پوښښ ساحه محدوده کړې ده.