ټرمپ د ایران د نا څرګند دریځ له امله اوربند تمدید کړ؛ محاصره به دوام ولري
د متحدو ایالاتو ولسمشر ایران سره دوه اونیز اوربند ترنامعلومې نیټې په یو اړخیز ډول تمدید کړ. ډونالد ټرمپ وايی د اوربند تمدید به په خپل مینځ کی "ویشل شوي" ایراني مشرتابه ته فرصت ورکړي چې یو متحد دریځ غوره کړي.
سملاسې څرګنده نه شوه چې ایران دغه اوربند منلی کنه.