Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټرمپ: زموږ استازي به سبا شپه په پاکستان کې وي؛ که ایران زموږ وړاندیز ونه مني، نو پلونه او د برېښناکوټونه به یې ویجاړ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه استازي له ایران سره د خبرو اترو لپاره پاکستان ته روان دي، او ګواښ یې وکړ چې که ایراني مذاکره کوونکي د هغه د ادارې وړاندیز ونه مني نو د ایران ټول پلونه او د بریښنا تاسیسات به ویجاړ کړي.

هغه په خپله پاڼه تروث سوشیال کې لیکلي چې د هغه استازي به د خبرو اترو لپاره "سبا شپه" د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې وي.

د ټرمپ اشاره سه شنبه سهار ته ده.

ټرمپ، دې ته په اشارې چې متحده ایالات ایران ته د عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوي، وویل چې که ایران دا وړاندیز ونه مني، "متحده ایالات به د ایران ټول بریښنا کوټونه او ټول پلونه ویجاړ کړي."

د ډونالډ ټرمپ د بیان بشپړ متن په لاندې ډول دی:

«پرون، ایران د هرمز په تنګي کې ډزې پیل کړې؛ زموږ د اوربند د تړون بشپړه سرغړونه! ډیری دا ډزې په یوه فرانسوي کښتۍ او یوه برتانوي بار وړونکې کښتۍ شوي. ښه خبره نه ده، سمه ده؟ زما استازي اسلام آباد ته روان دي. دوی به سبا شپه د خبرو اترو لپاره هلته وي.»

ټرمپ زیاته کړه:

«موږ یو ډیر عادلانه او معقول تړون وړاندې کوو، او زه هیله لرم چې دوی به یې ومني، ځکه چې که دوی دا کار ونه کړي، متحده ایالات به په ایران کې ټول د بریښنا تاسیسات او ټول پلونه ویجاړ کړي. ښه سړیتوب نور بس دی! دوی به ژر تسلیم شي، دوی به په اسانۍ سره تسلیم شي، او که دوی دا تړون ونه مني، زه به په ویاړ هغه څه وکړم چې اړین دي؛ هغه څه چې نورو ولسمشرانو باید په تیرو ۴۷ کلونو کې له ایران سره کړي وای.»

هغه وايي: «د ایران د وژنې ماشین د بندولو وخت دی!

د ایران او امریکا تر منځ لومړي دور مذاکرات هم په اسلام اباد کې شوي وو چې ظاهراً بې نتیجې پای ته ورسېدل.

ورپسې د دواړو لوریو تر منځ د دویم دور مذاکراتو لپاره د هلو ځلو او پرمختګونو خبر ورکړل شوی وو.

د راپورونو له مخې امریکا له ایرانه د ټولو بډایه شویو یورانیمو ایستل غواړي. ایران چې د اټومي پروګرام پر سر له پخوا سخت دریځ خپل کړی په دغه هېواد د لویدیځو بندیزونو د لرې کېدو غوښتونکی دی.

د اسلام اباد په لومړي دور خبرو کې هم د دواړو ټیمونو تر منځ د مخالفت عمده مسله د ایران اټومي پروګرام وو.

د ایران او امریکا تر منځ اوربند د دوو اونیو لپاره ټینګ شوی. په دې لړ کې د هرمز تنګي د موقتي پرانیستې په سبب لږ څه هیله مندي رامنځته شوې وه. ایران د شنبې په ورځ بېرته هرمز وتاړه او ځینې کښتۍ یې په نښه کړې چې نړیوال غبرګونونه یې وپارول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus