سجاد علي د معذورۍ باوجود موټر چلوي
د مردان سجاد علي وايي، له ماشومتوبه د پولیو له وجې د معذورۍ ژوند تېروي. هغه وايي په خپل همت یې د موټر چل زده کړی، د موټر بریک، کلچ او ایکسلیټر د پښو په ځای په مخصوصو ډنډو او وسایلو کاروي. هغه مشال راډیو ته وویل چې اوس له نورو معذورانو سره هم مرسته کوي.
د مشال راډیو خبریال پرې ویډيويي راپور جوړ کړی دی.