Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایران د خلیج او منځني ختیځ پر سیمو تازه بریدونه کړي دي

په داسې حال کې چې له تهران سره د خبرو اترو د امکان په اړه د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ څرګندونو د نړیوالو بازارونو اندېښنې کمې کړې دي، ایران د مارچ پر ۲۵مه د خلیج او منځني ختیځ پر سیمو تازه بریدونه کړي دي.د فرانسې خبري اژانس د مارچ پر ۲۵مه وویل چې تر شاوخوا یوې میاشتې جګړې وروسته د ترینګلتیا د کمېدو نخښې لیدل کېږي او د تېلو بیې په څرګند ډول ټیټې شوې دي.

رویټرز اژانس وايي چې ټرمپ د مارچ پر ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، واشنګټن "اوسمهال له تهران سره په خبرو بوخت دی" او زياته يې کړه چې ايران "يو مهم ګام پورته کړی" چې په وینا یې، د هرمز تنګي له وضعيت سره تړلی دی.

هرمز تنګی د ايران او عمان ترمنځ پروت دی چې له لارې یې د نړۍ ۲۰ فیصده تېل بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د هرمز تنګي زياتره برخه په سیمه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تړلې ده.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګه "فردا راډیو" وايي چې لوړپوړو ایرانیو چارواکو ویلي دي چې د تهران او واشنګټن ترمینځ مذاکرات نه کېږي.

په همدې حال کې، نيو يارک ټايمز ورځپاڼې د څو امريکايي چارواکو، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، له خولې راپور ورکړی چې واشنګټن د جګړې پای ته د رسولو لپاره ايران ته د پاکستان له لارې يو ۱۵ نکاتي وړانديز لېږدولی دی.

اخوا پاکستان هم د جګړې ختمولو لپاره د منځګړيتوب وړانديز کړی او ویلي یې دي چې د تهران او واشنګټن ترمینځ یې د خبرو لپاره اسانتیاوو برابرولو ته چمتووالی ښوولی دی.

رویټرز اژانس وايي، دې نویو ډېپلوماټیکو هڅو په سیمه کې د ترینګلتیا کمېدو خیلې زیاتې کړې دي.

دا تر هغې وروسته ده چې اسراییلو د مارچ پر ۲۳مه پر ایران د حملو د نوې لړۍ پیلولو اعلان وکړ.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.

په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې خورا لوړې شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus