پاکستان پر های اوکټېن تېلو د لیټر پر سر د ۲۰۰ روپیو اضافي مالیه لګولې
د پاکستان حکومت د های اوکټېن ډوله تېلو پر یو لیټر د ۲۰۰ روپیو اضافي مالیه (ټیکس) او په سرکاري ګاډو کې یې پر استعمال بنديز لګولی دی. دا پرېکړې د هغې کفایت شعارۍ برخه دي چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې اعلان کړې ده.
د وزیراعظم دفتر د مارچ پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي چې که د کوم سرکاري چارواکي په ګاډي کې د های اوکټېن پېټرولو استعمال اړین وي، نو بیا دې یې لګښت له خپل جېبه پرې کوي.
تر دې مخکې د مارچ پر ۲۲مه وزیراعظم شهباز شریف د تېلو او پېټرولو چارو، مالیې او د اطلاعاتي او خپرونو چارو له وزیرانو او له اړوندو چارواکو سره په پرلیکه غونډه کې پر های اوکټېن پېټرولو د مالیې زیاتولو پرېکړه وکړه.
د وزیراعظم دفتر تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي چې پخوا پر یو لیټر های اوکټېن پېټرولو مالیه ۱۰۰ روپۍ وه چې اوس ۳۰۰ ته رسېدلې ده.
له دې سره د پاکستان په بازار کې د یو لیټر های اوکټېن تېلو بیه ۵۳۵ روپیو ته لوړه شوې ده.
های اوکټېن داسې ډول تېل دي چې په خورا ګرانبیه ګاډو او ځینو وړو الوتکو کې کارېږي.
شریف پر های اوکټېن تېلو د ټیکس تر لوړولو یوه ورځ مخکې ویلي ول چې حکومت یې پرېکړه کړې چې د تېلو بیې نه لوړوي.
نوموړي د مارچ پر ۲۱مه ولس ته په وینا کې وویل، د اړوندو وزارتونو او ادارو چارواکو ورته وړاندیز کړی وو چې د یو لیټر پېټرولو بیه ۷۴ او د ډیزلو هغه ۱۷۷ روپۍ لوړه کړي خو د کوچني اختر پر مهال یې د خلکو ستونزو ته په کتو دا اقدام و نه کړ.
شریف زیاته کړه چې حکومت یې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو لوړېدو پېټی یا بار خپله زغمي او د دې لپاره یې ۴۵ اربه (مېلیارده) روپۍ بېلې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې تېره اونۍ یې هم د تېلو بیې پر ځای د ساتلو لپاره ۲۴ اربه روپۍ لګولې وې.
دا تر هغې وروسته ده چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمینځ د روانې جګړې له کبله په نړیوال بازار کې د تېلو بیو زیاتېدو ته په کتو د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو نرخ ۵۵ روپۍ زیات کړ.
تر دې دوه ورځې وروسته وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر نهمه ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې د انرژۍ سپما (بچت) او اقتصادي وضعیت سم ساتلو لپاره یو ۱۴ نکاتي پلان اعلان کړ او و یې ویل چې د ټولو سرکاري او شخصي ادارو ۵۰ سلنه کارکوونکي به له کوره کار کوي او له بانکونو، صنعتونو او کرنیزو چارو پرته به ټول دفترونه په اونۍ کې څلور ورځې کار کوي.