Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټرمپ ویلي که ایران ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی خلاص نه کړ نو د انرژۍ پر بېخبنا یې حملې پیلوي

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړی دی چې که په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړ ډول نه پرانیزي نو د ایران د انرژۍ پر زېربنا (انفراسټرکچر) به حملې وکړي. ټرمپ د مارچ پر ۲۱مه پر ټروت سوشل لیکلي چې تهران دې "بې له قید او شرطه" د تېلو د لېږد هغه لاره خلاصه کړي او که داسې یې و نه کړل نو د ایران برېښناکوټونه (بجلي ګرونه) به وولي.

ایراني پوځ په ځواب کې په بیان کې ویلي چې که واشنګټن داسې وکړي نو په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې به له امریکا سره پر تړلیو کمپنیو (شرکتونو) او بېخبنا بریدونه وکړي.

هرمز تنګی د ايران او عمان ترمنځ پروت دی چې له لارې یې د نړۍ ۲۰ فیصده تېل بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

ټرمپ دا خبرداری پر داسې مهال ورکړی دی چې د واشنګټن اروپايي متحدانو او جاپان د مارچ پر ۱۹مه په هغه ستراتیژیک تنګي کې د کښتیو او بېړیو د تګ راتګ خوندي کولو هڅو ته چمتووالی وښود.

د برېتانیې، فرانسې، جرمني، اېټالیې، نېدرلینډز (هالینډ) او جاپان په ګډه اعلامیه کې وویل چې د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ باوري کولو لپاره په "مناسبو هڅو" کې برخه اخلي.

خو هغو هېوادونو ټینګار وکړ چې هر ډول اقدام به یوازې د اوربند تر کېدو وروسته وکړي.

ټرمپ په وروستیو کې پر خپلو ناټو متحدانو نیوکې کړې وې چې ولې په مستقیم ډول د سیمې د کښتيو د امنیت لپاره نه دي حاضر شوي.

د هرمز تنګي زياتره برخه په سیمه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تړلې ده.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.

په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus