د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یو هنرمند احتشام جدون د ګاډو له زړو پرزو، اوسپنې او له کاره له لوېدلو نورو شیانو څخه هنري نمونې او توکي جوړوي. نوموړی وايي، له بېلابېلو ځایونو پرزې او شیان ټولوي او بیا په خورا زیار لویې مجسمې جوړوي. هغه په وروستیو کې د هالیووډ یا امریکايي فلمونو ټرانسفارمرز د یو کردار مجسمه تیاره کړې ده. د اې اېف پي له ویډيو جوړ رپورټ.