نیوزیلینډ د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام دویم پړاو ته ووت
نيوزيلینډ په ۲۰ اووره کرکټ نړيوال جام کې کاناډا ته په ماتې ورکولو سره بل پړاو ته ورسېد.د فبرروۍ پر ۱۷مه، کاناډا د هند په چنای کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بيټينګ وکړ او د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۷۳ منډې جوړې کړې. نيوزيلینډ دا هدف د دوو وېکټو په زیان په شپاړسم اوور کې پوره کړ.
د فبرورۍ پر ۱۷مه دوه نورې لوبې هم ترسره کېږي، ایرلینډ د زېمبابوې او او سکاټلینډ له نېپال سره لوبه لري.
د نیوزيلينډ تر بریا وروسته، افغانستان له دې سياليو بهر شو. د افغانستان يوه سیالي لا پاتې ده چې نتيجه به یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په ورتګ اغیز ونلري. د افغانستان په ګروپ کې نيوزيلینډ او جنوبي افریقه هغه پړاو ته رسېدلې دي.
پر هغوی سربیره، هند، سریلنکا، وېسټ انډيز او انګلینډ د اتو غوره لوبډلو پړاو ته رسېدلي دي. پاکستان د لومړي پړاو څلورمه او وروستۍ لوبه له نمیبیا سره لري او که یې وګټله نو مخکې پړاو ته به ورشي.
د کرکټ نړیوال جام لوبې د فبرورۍ پر اوومه په هند او سريلنکا کې پیل شوی او پای لوبه به یې د مارچ پر اتمه ترسره کېږي.
په دې نړیوال کپ کې د نړۍ د ۲۰ هیوادونو لوبډلې شریکې دي چې په څلور ګروپونو کې وېشل شوې دي.