Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ وايي د پارلېمان مخې ته احتجاجي پرلت وهي

د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د "خراب روغتیايي حالت" او له هغه سره پر ملاقاتونو د "بنديز" پرضد د پارلېمان مخې ته د احتجاجي پرلت وهلو اعلان کړی دی.غورځنګ دا اعلان د فبرورۍ پر ۱۲مه تر هغې څو ساعتونه وروسته وکړ چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د بنسټګر عمران خان وکیل سلمان صفدر سپریم کورټ ته د نوموړي د روغتیا په اړه راپور وړاندې کړ.

په راپور کې راغلي چې د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې پر معاینې او درملنې سربېره د خان "ښۍ سترګه" خورا کمزورې شوې ده او "د دید یوازې ۱۵ سلنه" ځواک لري.

د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي په اسلام اباد کې د اېتلاف له نورو مشرانو سره ګډې خبري غونډې ته وويل چې د نومبر پر ۱۳مه د پیلېدونکې ناستې پر مهال حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کوي او تر پوره کېدو پورې به یې احتجاج ته دوام ورکوي.

اڅکزي ټینګار وکړ چې په احتجاجي ناسته کې "جایزې غوښتنې" کوي، هېچا ته "ښکنځل نه کوي" او چا ته به "بد رد" نه وايي بلکې ټولې خبرې به "د انسانیت او سیاست په دایره کې دننه" کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د چارواکو غورځنګ ته د د پارلېمان ودانۍ مخې ته د احتجاج اجازه ورکړې او که نه ځکه چې حکومت له امنیتي پلوه په هغه حساسه سیمه کې پر ولسي اجتماعاتو بندیز لګولی دی.

د غورځنګ مخکښ او په سېنېټ کې د حکومت مخالفو ګوندونو مشر سېنېټر علامه راجا ناصر عباس خبري غونډې ته وويل چې حکومت دې د عمران خان شخصي ډاکټران د هغه معاینې ته پرېږدي.

نوموړي ټینګار وکړ چې عمران خان د حکومت په ولکه کې دی او صحت ته یې پام او ډاکترانو ته یې رسایي د حکومت ذمه واري وه.

دا په داسي حال کې ده چې سپریم کورټ حکومت ته امر کړی دی چې د فبرورۍ تر ۱۶مې پورې دې عمران خان ته د سترګو له ډاکترانو سره د لیدو او له خپلو بچیو سره د ټېلېفوني خبرو اسانتیا ورکړي.

په همدې حال کې د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثنا الله د فبرورۍ پر ۱۲مه په يو بيان کې ويلي دي، عمران خان چې د سترګو معاینې لپاره کوم ډاکټر غواړي حکومت به یې ورکړي.

داراز، د پاکستان لوی څارنوال منصور عثمان اعوان هم د فبرورۍ پر ۱۲مه د سپریم کورټ دوه کسیزې جرګګۍ ته وویل، عمران خان ته هغه ته روغتیايي اسانتیاوې ورکول د حکومت ذمه واري ده.

خان له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د درغليو په ګډون په یوشمېر قضیو کې بندي دی چې په ځینو کې یې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی. البته په زندان کې یو ځانګړي عدالت د تېر کال په ډېسېمبر کې هغه او ښځې ته د ۱۷، ۱۷ کلونو د بند سزا واوروله.

عمران خان او بشرا بي بي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې قضيې سیاسي بولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus