د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: جنوبي افریقا په دویم سوپر اوور کې افغانستان ته په ۴ منډو ماتې ورکړه
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د جنوبي افریقا ملي لوبډلې په دویم سوپر اوور کې افغانستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړه. د سیالۍ پرېکړه په دوو سوپر اوورونو ځکه وشوه چې تر دې مخکې دوه ځلې مساوي شوې وه.
د ګجرات د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې د فبرورۍ ۱۱مې د سیالۍ پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.
د جنوبي افریقا لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې. راین رېکټلټن ۶۱ او کوېنټن ډي کاک ۵۹ منډې وکړې. د افغانستان عظمت الله عمرزي درې او راشد خان دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې افغان لوبډله په ۲۰م اوور کې په ۱۸۷ منډو وسوځېده. د دواړو لوبډلو ترمینځ د سیالۍ پر مهال کله جنوبي افریقا برلاسې برېښېده او کله افغانستان. خو په وروستي اوور کې د جنوبي افریقايي توپ اچوونکي کاګیسو ربادا دوه ځلې نو بال وکړ چې ورسره د افغانستان د بریا امکان روښانه شو. خو فضل حق فاروقي د دوو منډو اخیستو پر مهال وسوځېد.
رحمان الله ګربز ۸۴، عظمت الله عمرزي ۲۲ او راشد خان ۲۰ منډې وکړې. د جنوبي افریقا لونګي اېنګېدي درې او مارکو ینسن، جارج لېنډې او کېشف مهاراج یوه، یوه وېکټه واخیسته.
په لومړي سوپر اوور کې عظمت الله عمرزي او رحمان الله ګربز توپوهنه (بیټېنګ) وکړ. عمرزي پر لومړي توپ څلوریزه او په دویم بال یې شپږیزه ووهله. افغانستان بې له کوم زیانه ۱۷ منډې وکړې.
په ځواب کې د جنوبي افریقا لوبډلې ډېوالډ برېوېس او ډېوېډ مېلر توپوهنې ته ورغلل. برېوس د اوور په دویم بال شپږیزه ووهله او په درېیم بال وسوځېد. تر دې وروسته ټرېسټن سټبز بیټېنګ ته ولاړ او څلوریزه یې ووهله او بیا یې په وروستي توپ په شپږیزې وهلو سیالي مساوي کړه.
تر دې وروسته دویم سوپر اوور پیل شو چې پکې سټبز او مېلر توپوهنې ته ولاړل. جنوبي افریقا په اوور کې ۲۳ منډې وکړې.
په ځواب کې د افغانستان لوبډلې ۱۹ منډې وکړې او سیالي یې وبایلله.
له دې پرته هم د فبرورۍ پر ۱۱مه یوه سیالي د اسټرالیا او ایرلینډ او بله د انګلستان (انګلینډ) او وېسټ انډیز ترمینځ کېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان امریکا ته، نیو زیلینډ متحده عربي اماراتو ته او نېدرلینډز نمېبیا ته ماتې ورکړه.
د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، برخه اخلي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.