په پېښور کې د کرکټ مینه وال او لوبغاړي وايي، د ۲۰ اووره نړیوال جام په سیالیو کې د هند او پاکستان لوبې ته په تمه دي. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د فبرورۍ پر ۱۵مه د کولمبو په لوبغالي کې یو بل ته مخامخ شي. دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان حکومت د فبرورۍ پر نهمه وویل چې د بنګلادېش، سري لنکا او متحده عربي اماراتو د کرکټ ادارو په غوښتنه یې له هند سره د سیالۍ نه کولو پرېکړه بېرته واخیسته. موږ پر دې موضوع په پېښور کې د کرکټ له مینه والو او لوبغاړو سره خبرې کړې دي.