Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان ته ستانه شوي کډوال وايي د روزګار او مرستو نه لرلو له کبله یې ژمی ګران شوی

له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي یوشمېر کډوال وايي، د روزګار او بشري مرستو نه شتوالي له وجې یې په ژمي کې ژوند سخت ګران شوی دی.کشمیر خان، چې د ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وویل، هره ورځ په مزدورۍ له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو پورې پیدا کوي چې کورني لګښتونه یې ورباندې نه پوره کېږي.

"نه کاروبار شته، نه روزګار شته، ژوند ډېر په سخته دی. دا اووه میاشتې شي چې موږ راغلي یو، په زور یې راوشړلو. د کابل د کورنو کرایې [لوړې دي]، هغه پرې کوو، بل کاروبار نه لرو ځکه چې کاروبار په پیسو کېږي. په [کور کې مو] یو بیمار دی چې په پاکستان کې مو عملیات کړی وو، موږ هغه ته په هفته کې داسې ۱،۵۰۰ افغانۍ دوا اخلو، پټۍ ورته کوو. نو ژوند ډېر په سخته دی ځکه چې ژمی هم دی."

د کشمیر خان په څېر یوشمېر نورو کډوالو هم مشال راډيو ته وویل چې کافي خواړه نه لري. دوی داراز وايي، ورځني لښګونه یې له ګټې او امدنه څو چنده لوړ دي او له بشري مرستو هم بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جنورۍ پر ۱۶مه په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې افغانستان له ایران او پاکستانه د کډوالو د پراخې ستنېدنې، د سختې وچکالۍ او د بشري مرستو د بودیجې د کمښت په ګډون له څو هم مهاله کړکېچونو سره مخامخ دی.

اوچا وايي، د نړیوالو مرستو کمېدو له وجې په افغانستان کې سلګونه خیریه روغتیايي او خوراکي مرکزونه تړل شوي دي. اوچا وايي، د بودیجې نه شتوالي له وجې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې له کبله یې شاوخوا درې مېلیونه خلک له صحي خدماتو بې برخې شوي دي.

په وروستیو کې د بې پولې ډاکترانو سازمان په ګډون بېلابېلو نړیوالو بشردوستانه ټولنو او سازمانونو هم له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ستنو شویو د حالت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.

هغه سازمانونه وايي، هېواد ته ستانه شوي زیاتره خلک په سخته یخنۍ کې د سرپناه او خوراک څښاک له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي.

پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی او د ملګرو ملتونو په وینا، یوازې تېر کال یې څه باندې ۲.۶ مېلیونه وګړي ستانه کړي دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو په بیا بیا له اسلام اباد او تهرانه غوښتي دي چې د نړیوالو قوانینو په درناوي دې کډوال په زور نه باسي.

داراز، د طالبانو حکومت هم له دواړو هېوادونو غوښتي دي چې افغانان دې په تدریجي ډول خپل هېواد ته ولېږدوي.

پاکستان او ایران د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus