Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ولسمشر ټرمپ: که حماس وسلې کښېنږدي نو امریکا به دا کار په خپله وکړي

د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ د اکتوبر پر ۱۴مه اعلان وکړ چې که حماس سختدریځه ډله وسلې نه کښېنږدي، نو امریکا به دا کار په خپله وکړي.نوموړي دا څرګندونې یو ورځ وروسته له هغې کړې چې هغه اسراييلو او بیا مصر ته د غزې د اوربند د هوکړې د لاسلیک لپاره سفر وکړ.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ارجنټاین له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال وویل:"که حماس بې وسلې نه شي، موږ به هغوی بې‌ وسلې کړو، دا به ډېر ژر او کېدای شي په زور ترسره شي."

هغه زیاته کړه: «ما له حماس سره خبرې وکړې او ورته ومې ویل: "تاسو باید بې‌ وسلې شئ. هغوی وویل: هو، موږ به بې‌ وسلې شو." د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې دا پیغام یې دې ډلې ته د خپلو "استازیو له لارې" رسولی دی، نه د مستقیم تماس له لارې.

ټرمپ دا هم روښانه نه کړه چې د حماس د بې‌ وسلې کولو په پروسه کې به څوک برخه ولري، یا دا چې ایا امریکایي ځواکونه به پکې شامل وي که نه.

د امریکا، مصر، ترکیې او قطر مشرانو د اکتوبر پر ۱۳مه د مصر په تفريحي ښار شرم الشيخ کې د غزې د اوربند اعلامیه لاسلیک کړه. په دې اقدام سره د اسراييلو او حماس ترمينځ په غزه کې څه باندې دوه کلنه جګړه په رسمي ډول پای ته ورسېده.

د شرم الشیخ تر سرمشريزې وړاندې، د اکتوبر پر ۱۳مه حماس له اسراييلو تښتولي پاتې ۲۰ ژوندي يرغمليان او د څلورو برمته شویو مړي اسراییلو ته وسپارل.

ټاکل شوې ده چې حماس د ۲۸ نورو برمته شویو اسرايیلیانو مړي هم ژر اسراییل ته وسپاري. د دې په غبرګون کې اسراییلو ۱،۹۶۸ بنديان له خپلو زندانونو ازاد کړل چې اکثره يې فلسطینیان ول.

حماس، چې امريکا او اروپا يې ترهګره ډله پېژني، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

پر غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو په غبرګون کې په وروستيو کې د اروپا يوشمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus