Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان اوسېدونکي وايی چې د انټرنېټ بندېدل يې د ژوند تر ټولو ترخه تجربه وه

د افغانستان د بېلابیلو سیمو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د انټرنېټ او مخابراتي شبکو ۴۸ ساعته بندېدل يوه سخته تجربه وه.د افغانستان د بېلابیلو سیمو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوو شپو او ورځو په مخ د انټرنېټ او ټېلېفوني خدمتونو پرېکېدل د دوی د ژوند بېلابیلې چارې له خڼد سره مخامخ کړي او د اندېښنې او نا هیلیو سيورې یې پرې خپور کړی وو.

د دوی په خبره، دا ۴۸ ساعته یې د ژوند له تر ټولو سختو تجربو څخه و. داسې تجربه چې و یې ښودل په ننۍ نړۍ کې د اړیکو نشتوالی څومره کولای شي د خلکو کاروبار، ارمښت او روحيه ګډوډه کړي.

په کندهار ولايت کې یو سوداګر وايي، د انټرنېټ نشتوالي سوداګري ودروله او ورځنی ژوند يې پر ځای ودرولی.

هغه چې د موضوع د حساسيت له امله یې ونه‌ غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه وروسته له دې چېانټرنېټ او مخابراتي شبکې بيا وصل شوې،

د مشال رېډیو افغان څانګې، ازادۍ رېډیو ته وويل: "زموږ په سوداګرۍ او کارونو یې ډېر او سل په سلو کې منفي اغېز وکړ. پنځه فيصده هم زموږ کارونه مخته نه ولاړل، ځکه اوس هر څه انلاين دي. زموږ په شخصي ژوند کې هم ډېره ګډوډي وه، ځکه له ملګرو او دوستانو سره زمونږ ټولې اړیکې انلاين دي. دا دوه ورځې ډېرې سختې وې، ټولې ورځې مې په خوب تېرې کړې. د کندهار بازار داسې و، لکه څوک چې ساه نه باسي."

د هرات ولايت یوه اوسېدونکې میرمن چې نه ‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وايي په هرات کې د انټرنېټ پرېکېدو د ډیرو خلکو زړه تنګ کړی و او ناهیلي کړي یې وو.

" ۴۸ ساعته مو ستونی نیول شوی وو، ډېر خپه وو او ډېر نا هیلي شوي وو. ويل مو، لکه څنګه چې د مکتبونو دروازې وتړل شوې او بيا خلاصې نه شوې، او همدارنګه سینګارځایونه، بهرني دفترونه او حمامونه وتړل شول او محدوديتونه زيات شول، ښايي له انټرنېټ، موبايلونو او اړیکو سره هم خدای پاماني وکړو. ډېره نا هیلي وه."

د بلخ اوسېدونکي هم د انټرنېټ د پرې کېدو له امله عملي او اقتصادي ستونزو ته اشاره کوي.

يو تن چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادۍ راډيو ته یې وويل: "ټيليفوني تماسونه بند وو، انټرنېټ بند و، که به مو يو کوچنی کار هم درلود، اړ وو چې شخصاً هغه ځای ته ولاړ شو چې کار مو درلود، حال دا چې دا کار مخکې د انټرنېټ يا ټيليفوني تماس له لارې کېده. په دې دوو ورځو کې د خلکو ستونزې ډېرې زياتې وې، صرافۍ بندې وې، هېڅوک د اسعارو د تبادلې له نرخونو خبر نه‌و، ان تصور يې هم سخت و، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره چې هېڅکله يې د ټيليفون او انټرنېټ پرته ژوند نه‌دی تېر کړی."

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارد بېنېټ، د چهارشنبې په ماښام د اکتوبر په لومړۍ نېټه، وروسته له دې چې انټرنېټ او مخابراتي شبکې بيا وصل شوې، په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) وليکل، خوښ دی چې د افغانستان خلک بيا د انټرنېټ له لارې يو له بل او له نړۍ سره اړيکې ټينګولی شي.

هغه زياته کړه چې د انټرنېټ پرېکېدل د خلکو ژوند ګډوډوي، د هغوی حقونه تر پښو لاندې کوي او معلوماتو ته د لاسرسي مخه نيسي، او دا ډول کړنې هېڅکله بايد عملي نه شي.

په افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې د سېپتېمبر پر ۲۹مه ماښام پرې شوې، او د د اکتوبر پر دويمه ماښام، بيا وصل شوې.

د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د دې اقدام په اړه هېڅ ډول وضاحت نه‌دی ورکړی.

تر دې مخکې، په تېرو اونيو کې، د افغانستان په لسو ولايتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ له پرېکېدو وروسته، ځينو طالب سرچينو ويلي وو چې دا کار د «منکراتو د مخنيوي» په موخه شوی دی.

افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو ۴۸ ساعته بندېدل د پراخې ګډوډۍ لامل شول، بانکونه او سوداګريزه راکړه، ورکړه ودرېدل، صادرات او واردات په بندرونو کې وځنډېدل، صرافۍ بندې شوې، اړیکې پرې شوې، انلاين کاروبارونه او د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ شو، او په کور دننه او بهر جدي اندېښنې راولاړې شوې.

ډېری افغانان دا تجربه د خپل ژوند له تر ټولو سختو ورځو څخه ګڼي او وايي چې افغانستان اوس تر هر وخت زیات دوامدار او باوري انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو ته اړتيا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus