Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کرکټ په اسیا جام کې نن افغاستان او سري لنکا لوبه لري

د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو په لړ کې افغانستان او سري لنکا لوبه لري.د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، د سېپټېمبر پر ۱۸مه یې ۱۱مه لوبه د ابوظبي په شېخ زاید نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر په ۱۷مه پاکستان په ۴۱ منډو له متحده عربي اماراتو لوبه وګټله. پاکستان د لوبې د پچې(ټاس) له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په تاوان ۱۴۶ منډې جوړې کړې. متحده عربي اماراتو د ۱۴۷ منډو هدف پوره نه کړای شو او په ۱۸م اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۰۵ منډو وسوځېدل.

تر هغې وړاندې په ترسره شویو نهو لوبو کې بنګلادېش افغانستان ته، متحده عربي اماراتو عمان ته، سري لنکا هانګ کانګ ته، هند پاکستان ته، سري لنکا بنګلادېش ته، پاکستان عمان ته، بنګلا دېش هانګ کانګ ته، هند متحده عربي اماراتو ته او افغانستان هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.

د اسیا جام دویم پړاو ته چې د څلورو لوبډلو ترمینځ به ترسره کېږي، افغانستان ته د نننۍ لوبې په ښو منډو ګټل اړین دي. سري لنکا تر دې وړاندې ترسره شویو خپلو دوو لوبو کې دواړه وار له مخې ګټلې دي خو افغانستان یوه ګټلې او بله یې بایللې ده. په هم دې ګروپ کې بنګلادېش هم خپلې دوه لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده. د لوبې پوهان وايي که افغانستان دا لوبه وګټله نو د درو هېوادونو سري لنکا، بنګلادېش او افغانستان له منځه به هغه دوه لوبډلې دویم پړاو ته ووځي چې د منډو اوسط یې لوړ وي.

د اسیا جام په سږنیو لوبو کې اته هېوادونه په دوو ګروپونو کې لوبېږي. په الف ګروپ کې متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان او په بې ګروپ کې بنګلادېش، سريلانکا، هانګ کانګ او افغانستان لوبېږي.

د کرکټ د اسیا جام ۲۰ اووره لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه پیل شوې، پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.

د اسیا جام له پیلېدو وړاندې افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درو هېوادونو ترمینځ د کرکټ په ۲۰ اووره لوبو کې برخه اخیستې وه. هغه لوبې چې په شارجه لوبغالي کې ترسره شوې د پاکستان په بریا پای ته ورسېدې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus