د دوحې د پروسې د کاري ډلو غونډو کې د طالبانو د یو پلاوي ګډون
د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د بېلابېلو وزارتونو یو ۷ کسیز پلاوی یې قطر ته تللی دی.
په دې اړه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلوېزیون په خبر کې راغلي چې دغه اووه کسیز پلاوی به د دوحې بهیر د کاري ډلو د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په درېیمه او د خصوصي سکټور د تخنیکي کمېټې په دوهمه ناسته کې ګډون وکړي.