د کابل کمپنۍ بازار کې پراخه اور لګېدنه
نن سهار د کابل د پنځمې ناحیې په کمپنۍ بازار کې یو لوی اور لګېدلی.د راپورونو په اساس اور د لاسي توکو او لیلامیو په مارکېټ کې لګېدلی.د مرګ ژوبلې یا احتمالي زیان په اړه کوم راپور نشته.په خواله رسنیو د دې اور ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي د اور لمبې نورو سیمو ته هم پراخیږي او تر ډېره لوړه لوګی هوا ته پورته شوی.په ویډیوګانو کې د ځینو وړو چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي چې ښايي د وړو ګاز ډبو د چاودنو وي.