Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نن په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

په افغانستان کې د پولیو کمپاین د واکسین له پیل سره یو شمېر کورنۍ چې خپل ماشومان یې واکسین کړي له خلکو هم غواړي چې له پنځه کلونو خپل کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د کابل د بګرامیو ولسوالۍ فرید الله هغه چې خپل ماشوم یې نن د واکسین کولو په یو مرکز کې واکسین کړی ازادي راډيو ته وویل:

"زه ډېر خوشحاله یم چې د پولیو د تطبیق کمپاین پیل شوی دی، ما خپل ماشوم واکسین کړو، له نورو خلکو هم غواړم چې خپل ماشومان د واکسین کولو لپاره یوسي تر څو په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي ختمه شي. "

خو د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکې وايي چې د کمپاین د پیل کېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري.

د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ اوسېدونکی حفیظ الله وايي غواړي چې د واکسین کولو ډلې یې سیمې ته ورشي تر څو دوی خپل ماشومان واکسین کړي.

"موږ واورېدل چې نن د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو، خو زموږ په سیمه کې په دې اړه کوم اعلان نه دی شوی، او نه هم څوک راغلي دي، له موږ نه روغتون لیرې دی، موږ هیله لرو چې د واکسین کولو ډلې زموږ سیمې ته راشي او کور په کور ماشومان واکسین کړي. "

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د ګوزڼ ضد واکسین کولو دا کمپاین څلور ورځې دوام کوي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۱ عشاریه ۸ میلیونه له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان ویلي رسنیو ته په یو استولي ویډیو بیان کې ویلي:"دا کمپاین چې څلور ورځې به به دوام ولري، په پایله کې به یې ۱۱ عشاریه ۸ میلیونه هغه ماشومان چې عمروونه یې له پنځه کلونو کم وي واکسین شي، دغه راز به د دې کمپاین په ترڅ کې له ۲۴ میاشتو تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکې ماشومانو ته الپیټازول ټابلیټ هم ورکول شي، د دې ټابیلیټو د ویشلو هدف په ماشومانو کې د چینجیو اړوند ناروغیو مخه نیول دي."

د "پولیو څخه پاک افغانستان" په نوم بنسټ له خلکو غوښتي له خپل ټول له پنځه کولونو کم عمره ماشومان په دې کمپاین کې واکسین کړي.

په کابل کې یو واکسیناتور احمد الله د پولیو د واکسین د کمپاین پیل تاییدوي او وايي چې خلکو خپل ماشومان د واکسین کولو لپاره وروستي دي.

"موږ اوس مهال په ټول افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین د پلې کېدو په جریان کې یو، خو دا واکسین مرکز په مرکز دي نه کور په کور، د دوه یا درې کورونو په واټن یو کور د یو مرکز په توګه ټاکل شوی او خلک خپل ماشومان د واکسین لپاره راوړي. "

دا په داسې حال کې ده چې مخې به د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین کور په کور پلی کېده خو وروسته د طالبانو د حکومت له لوري دا پروسه لغوه او اوس مهال د پولیو واکسینو تطبیق مرکز په مرکز کیږي.

تر ډېره جوماتونه او روغتیايي مرکزونه د دغه کمپاین د پلی کېدو لپاره استعمالیږي.

خو یو شمېر یو شمېر روغتیا پوهان وايي چې د پولیو واکسین کور په کور تطبیق ډیر اغیزمن وو.

دوی باور لري چې کور په کور د واکسین کول کورنیو ته فرصت ورکوي چې په هیڅ حالت کې یې ماشوم له واکسین پاتې نه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې روان کال تر اوسه پورې په افغانستان کې د ګوزڼ دوې پېښې ثبت شوي دي.

له دې مخکې دغه سازمان ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ویروس مثبتې پېښې په افغانستان کې څلور او په پاکستان کې دولس چنده زیاتې شوي دي،.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه یواځیني هیوادونه دي چې د پولیو ویروس لا په کې شته.

ډاکټران وايي،پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه یې نشته او یوازې واکسین کولی شي د ماشومانو ژوند له دې ناروغۍ وژغوري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus