Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کریملن: ډېر ژر به کورسک سیمه له اوکرایني ځواکونو تصفیه کړو

د روسیې ولسمشرولادمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د روسیې په لویدیځ کې له کورسک سیمې څخه د کتنې په مهال خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې ژرتر ژره اوکرایني ځواکونو ته ماتې ورکړي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې پوتین چې پوځي جامې یې اغوستې وې، په دغه اقدام سره متحدو ایالتونو ته پیغام ورکړ چې مسکو د جګړې په ډګر کې برلاسی دی. په داسې حال کې چې روسیې په وروستیو میاشتو کې د جګړې په لومړیو کرښو کې پرمختګونه کړي او د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې په اوکراین کې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې یو تړون وکړي، داسې اندیښنې زیاتې شوي چې کییف چې لویدیځ یې ملاتړ کړی، ښایي دغه جګړه وبایلي.

د منځني ختیځ لپاره د ولسمشرټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکوف به چې نن پنجشنبې مسکو ته رسیدلي، نن د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري. روسي چارواکو وویل چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د چهارشنبې په ورځ په اوکراین کې د لنډ مهاله اوربند د وړاندیز جزیات له روسیې سره شریک کړل او مسکو چمتو دی چې په اړه یې خبرې وکړي.

ولسمشرټرمپ د چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل چې دی هیله من دی چې کریملن به د امریکا له خوا وړاندیز شوی دیرش ورځنی اوربند چې کییف یې ملاتړکړی، ومني. د ټرمپ له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته کریملین د ولسمشر پوتین تصویرونه خپاره کړل چې پکې نوموړی په پوځي جامو کې ښکاري او د روسیې په لویدیځ کې د کورسک له سیمې لیدنه ترسره کوي. د دې سیمې ډیرې برخې اوکرایني ځواکونو په تیردوبي کې په یوه ناڅاپي پراخ برید کې لاندې کړې وې خو اوس داسې ښکاري چې دوی نیول شوې سیمې له لاسه ورکوي.

پوتین چې زیات په پوځي جامو کې نه لیدل کیږي، وویل "زموږ دنده په نږدې راتلونکي کې، په لنډ ممکن وخت کې، دا ده چې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي دښمن ته پریکنده ماتې ورکړو." پوتین په اوکراین کې د وړاندیزشوي اوربند یادونه ونکړه خو دا یې هم وویل چې موږ ته پکارده چې د کورسک سیمې د پولې په اوږدو کې د امنیتي زون په رامنځ ته کولو غوروکړو.

د روسیې د پوځ په وینا اوکرایني ځواکونه اوس د کورسک سیمې په څه کم دوه سوه کیلومتره مربع ساحې کنټرول لري په داسې حال کې چې دغو ځواکونو په تیردوبي کې پردې سیمې له پراخ بریدو وروسته شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره مربع ساحه لاندې کړې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus