امریکايي وال سټریټ ژورنال ورځپانې د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه راپور ورکړی چې د بایډن اداره د طالبانو له حکومت سره پر داسې توافق خبرې اترې کوي چې پر بنسټ يې په افغانستان کې د طالبانو په بند کې درې امریکايي وګړي د القاعده شبکې له هغې مشهور زنداني سره چې په ګوانتانامو بندي دی او د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده شبکې سره يې اړیکې درلودې، تبادله کړي.
د وال سټریت ژورنال د راپور له مخې، د بایډن اداره غواړي درې امریکایان رایان کوربټ، جورج ګلیزمان او محمود حبیبي چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې نیول شوي وو، د محمد رحیم الافغاني سره تبادله کړي.
رایان کوربټ او محمود حبیبي پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو یو کال وروسته جلا جلا، او جورج ګلیزمان په ۲۰۲۲ کال کې هغه مهال ونیول شو، چې د یو سیاح په توګه يې افغانستان ته سفر کړی و.
د ځینو سرچینو له مخې تیره میاشت د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د سپینې ماڼې له امنیتي سلاکار جیک سالیوان سره یوه پټه ناسته درلوده، او د دغو زندانیانو د تبادلې خبرې اترې د تیرکال د جولای میاشتې راهیسې پیل شوي دي.
خو په داسې حالاتو کې چې د طالبانو حکومت د امریکا د متحده ایالتونو په ګډون د هیڅ هېواد له لورې په رسیمت نه دی پیژندل شوی، له طالبانو سره دا ډول مذاکرات په څه مانا ده؟
په اروپا کې د حقوقدانانو د ټولنې مشر میرعبدالواحد سادات وايي، " په افغانستان کې د بایډن اداره د خپلو ناکامو پالیسو له کبله تر فشار لاندې ده، او هڅه کوي د غیرمعیار او نامناسبو لارو او په افغانستان کې د امریکايي زندانیانو په ازادو سره ځانته امتیاز واخلي".
د رویترز د راپور پر بنسټ، محمدرحیم الافغاني د القاعده شبکې له لوړو پخوانیو چارواکو دی، چې د ۲۰۰۸ کال راهیسې د ګوانتانامو په زندان کې شپې او ورځې تیروي.
د طالبانو او بایډن ادارې ترمنځ د زندانیانو د تبادلې خبرونه وروسته له هغې خپاره شول چې د بایډن ادارې د دوشنبې په ورځ د جنوري په شپږمه له ګوانتانامو زندانه یولس زندانیان عمان ته ولیږدول.
د بایډن اداره چې تمه ده، واک يې د همدې جنورۍ په شلمه د ترامپ ادارې ته انتقال شي، خپلې وروستي هڅې کوي څو وکولی شي په کېوبا کې د ګوانتانامو زندان د زندانیانو شمیر د دغې زندان د زندانیانو په تبادلې سره کم کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼې تراوسه د دغې راپور د خپریدو په اړه چې له طالبانو سره د زندانیانو تبادله د یوې موافقې له مخې کوي، څه نه دي ویلي او د طالبانو حکومت هم په دې اړه په رسمي ډول څه ویلي نه دي.