په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن پر اېچ ای وي او اېډز غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د ډېسېمبر لومړۍ د هغه وایرس او ناروغۍ د مخنیوي او په اړه یې پوهاوي ته ځانګړې کوي. سازمان وايي چې په نړۍ کې تېر کال څه باندې شپږ لکه وګړي د اېډز یا ورسره له تړلې ناروغۍ مړه شول. روغتیاپالان وايي چې که پر وخت د اېچ ای وي درملنه و نه شي نو هغه په اېډز اوړي چې علاج نه لري. د اېچ ای وي او اېډز په اړه بشپړه خپرونه واورئ.