د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث په اسلام اباد کې په زور د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د احتجاج ختمولو بېلابېلو اړخونو، لاملونه او اغېز ته ځانګړی شوی دی. د پاکستان امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال د پي ټي ای د احتجاج ختمولو لپاره عملیات وکړل چې په نتیجه کې د یاد ګوند مشران او غړي تیت و پرک شول. د نومبر پر ۲۴مه د عمران خان په غږ د پي ټي ای په زرګونه غړي د اسلام اباد پر لوري روان شوي ول چې د نومبر پر ۲۵مه اسلام اباد ته داخل شول، خو حکومت هغه ښار تړلی وو او د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون خدمات يې محدود کړل. بشپړ بحث وګورئ.