اروپايي ټولنې د افغانستان د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې پر يوه زيارت بريد غندلى او د ټولو وګړيو د خونديتوب غوښتنه یې کړې ده.
داعش وسله والې ډلې په نهرین کې د نومبر پر ۲۱مې برید ذمه واري منلې ده چې پکې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي وو.
په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي د نومبر پر ۲۴مه، په خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د عبادت پر مهال پر ملکي وګړو برید غندي. په بیان کې ويل شوي چې د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ ښوولو ترڅنګ غوښتنه کوي چې د ټولنې ټول وګړي باید له تاوتريخوالي په امن کې وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د نومبر پر ۲۳مه په یوه بیان کې د نهرین برید غندلی او پر طالبانو یې غږ کړی چې په دې اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي. تر دې مخکې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي ول چې په افغانستان کې "مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښ" سره مخامخ دي. هغه زیاته کړې، ټول افغانان حق لري چې په سوله او ارامۍ کې عبادت وکړي.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې پر جوماتونو، د سېکانو پر ګوردوارې، زیارتونو او شیعه ګانو خونړۍ حملې شوې دي چې د زیاترو ذمه واري داعش منلې ده.