Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ترکیې پولیسو د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۴۱ افغان کډوال نیولي دي

له ترکیې څخه د بې‌‌‌اسنادو کډوالو د نیولو او ایستلو په دوام، د دې هېواد پولیسو د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۴۱ افغان کډوال نیولي دي.


 




تازه د ترکي رسنیو له‌دې ډلې د ټي‌آر‌ټي هبیر د راپور له‌‌‌مخې، دغه کډوال د دې هېواد د چاناککلې ښار ایواچیک ساحل ته څېرمه په یوه کښتۍ کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.


په راپور کې زیاته شوې چې، دا افغان کډوال د ایواچیک ډيپورت مرکز ته وړل شوي.


دا په‌‌داسې حال کې ده چې دې هېواد په‌دې وروستیو کې د بې‌اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه کړې ده.


هغه افغان کډوال چې د ترکیې د ډيپورت په مرکزونو کې یې وخت تېر کړی وايي، د ایستلو د پروسې پر مهال له کډوالو سره ناوړه چلند کېږي.


یو افغان کډوال چې له ترکیې څخه ډيپورت شوی او د موضوع له حساسیت له امله نه‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "د پولیسو وضعیت له نیول شویو افغانانو سره ډېر بد و، وهل او ټکول او ناوړه چلند یې کاوه. تقریباً یوه میاشت او شپږ ورځې کېږي چې افغانستان ته راغلي یوو."




تر دې مخکې د امریکا پولټیکو او د جرمني شپیګل رسنیو هم راپور ورکړی و، چې افغان او سوریایي کډوال په ترکیه کې د ایستلو په مرکزونو کې له تاوتريخوالي، وهلو ټکولو، ناوړه چلند او زور زياتي سره مخامخ دي.


په ترکیه کې مېشت افغان کډوال افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه اندېښمن دي.


په‌‌دې هېواد کې یوې افغان خبریالې، اورانوس مصمم ازادي راډيو ته وویل: "د یوې خبریالې په توګه ما ته وطن ته بېرته تګ نه یوازې دا چې ستونزمن دی، بلکې نا شونی دی، سربېره پر دې هم د ډیپورت له جدي ګواښ سره مخ یم. سږکال مې درې ځله د اوسېدو تمدید لپاره اقدام کړی چې دوه ځلې مې لنډمهاله اقامه ترلاسه کړه، خو د درېیم ځل لپاره نه‌پوهېږم چې ما ته به اقامه راکړل شي که نه."




څه موده مخکې، د بشري حقونو د څار سازمان د ترکیې امنیتي ځواکونه د افغانانو په شمول د یوشمېر کډوالو په وژنې، ټپيانولو او نیولو تورن کړل.


د دغه سازمان په ارزونه کې چې د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د ترکیې د وضعیت د څار کمېټې ته استول شوې راغلي چې، ترکي ځواکونو د افغان پناه غوښتونکو وضعیت او غوښتنلیک ته له پام پرته هغوی له سرحدي سیمو اړولي دي.


د بشري حقونو د څار سازمان د دغه راپور په اساس ترکیه کې شاوخوا ۳۲۰ زره افغان کډوال هم حضور لري، چې ډېری یې د کډوالۍ د خاصو ویزو/کارتونو یا د اقامې په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus