Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

درې کلونه بې‌سرپناه ژوند؛ د پکتيکا زلزله‌ځپلي: تر اوسه خېمو کې ژوند کوو

د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې یوشمېر زلزله‌‌‌ځپلي وايي، له‌‌دې پېښې څخه د درېیو کلونو په تېرېدو سره لا هم په خېمو کې ژوند کوي.




یو له دوی څخه چې د موضوع د حساسيت له امله يې نه‌‌غوښتل په راپور کې یې نوم واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې دی او کورنۍ يې لا هم په خېمو کې ژوند کوي.


هغه وايي: "په زلزله کې مې د کورنۍ پنځه غړي شهیدان شول. څاروي مې په بشپړه توګه له‌‌‌منځه ولاړل. درېیم ژمی را ورسېد خو لا هم په خېمه کې ژوند کوو. له‌‌‌دې ژوند څخه درته څه ووایم، بیا هم مقاومت کوو."


د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی چې دا هم نه‌‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په زلزله کې یې کور ویجاړ شو، خو هیڅ یو بنسټ یې په جوړولو کې ورسره مرسته ونه‌کړه.


دا کس وايي: "په هغه زلزله کې چې په ګیان کې وشوه زموږ کور په بشپړه توګه ویجاړ شو. نړیوالو سازمانونو د سرپناه په برخه کې موږ سره مرسته ونه‌کړه. په خېمه کې یوو. د بخارۍ او د سون‌توکو د اخیستو توان نه‌لرو. جدي ستونزو سره مخ یو. ګرمې جامې نه‌لرو او ژمی هم راورسېد، موږ ډېر خواشیني یوو، له یوې خوا سړه هوا او له بلې خوا د امکاناتو نه‌شتون. ستونزې ډېرې دي."




د پکتيکا ولايت ګيان ولسوالۍ کې شاوخوا درې کاله مخکې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د ريښتر په کچه د ٦،١ درجې زلزله وشوه، چې تر زرو ډېر کسان په‌کې مړه او نږدې دوه زره نور ټپیان شول.


په بېلابېلو سیمو کې ګڼ‌شمېر کورونه او زېربناوې ویجاړې شوې.


خو د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري په‌دې وروستیو کې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د ۸۰۰ دایمي سرپناو د جوړولو اعلان کړی دی.


یادې ادارې د سه‌‌شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه سرپناوې به ډېر ژر په هغو سیمو کې چې خلک سخت زیانمن شوي او په خېمو کې ژوند کوي، د ملګروملتونو د ځانګړي صندوق په مرسته جوړې شي.




د دې پلان موخه له ژمي څخه مخکې د مناسبو کورونو په برابرولو سره له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته ده.


د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون (IFRC) وايي، افغانستان د زلزلې پر وړاندې یو زیان‌ګالی هېواد دی او په تېرو درېيو کلونو کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴٠٠ زلزلې ثبت شوې دي.


دغه فدراسیون د نومبر په ۴مه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، افغانستان د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو د خطرونو په وړاندې څلورم او د زیانمنتیا او چمتوالي له پلوه، د اقلیمي تطابق په نړیوال شاخص کې په څلورویشتم او شپږویشتم ځای کې دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus