Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خوړو نړیوال سازمان: پاکستان په ډېر بد وخت کې افغان کډوال وباسي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، هره ورځ د زرګونو هغو افغان کډوالو د راستنېدو شاهدان دي چې په پاکستان کې د ټولو شتو پرېښودو ته اړ کېږي او په ډېر بد وخت کې له خوړو، د راتګ راتګ او نورو سرچینو لرلو پرته افغانستان ته راځي.


په افغانستان کې د دې پروګرام مشرې هاشیويي لي ویلي، راستنېدونکي افغان کډوال بې‌وزله دي او یو داسې هېواد ته راځي چې درېیمه برخه یې په دې نه پوهېږي چې راتلونکې وخت خواړه به له کومه کوي او له یوه تیاره راتلونکي سره مخ دي.


مېرمن لي په یو ویډیويي کلیپ کې چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ایکس‌پاڼه خپور کړی اوسنی وضعیت سخت بللی او راتلونکې ته په اندېښنې زیاتوي، په افغانستان کې ژمي ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي او داسې مهال نورې کورنۍ له پاکستان ورستنېږي چې دا هېواد ویجاړونکو زلزلو، خراب اقتصاد او اقلیمي بدلون له بحران سره مخ کړی دی.


په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې په بېړني ډول د ۱۶ میلیون امریکايي ډالرو غوښتنه کړې، څو د نوموړې له قوله؛ نږدې یو میلیون افغانانو سره مرسته وکړي.


په ورته وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان هم په خپله ایکس‌پاڼه په یوه ویډیو کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، داسې مهال چې ژمی په راتلو دی دوی خواړه، سرپناه او د روغتیا په برخه کې پاملرنې ته اړتیا لري.




د مهاجرت نړیوال سازمان دا هم ویلي چې په راستنېدونکو افغانانو کې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي او تر څنګ یې دې سازمان افغانستان ته د ستنېدونکو ښځو او قومي لږکیو پر وړاندې د خطر یادونه هم کړې.


دې سازمان د سیمین ګل په نوم د یوې افغان کډوالې ویډیو هم خپره کړې چې هغه په کې د خپل اوسني بد وضعیت په اړه شکایت کوي.


نوموړې ویلي:


"نه ځای، نه سرپناه او هیڅ نه‌لرو. چې راغلي یم ناروغه یم، په سترګو مې توره شپه راځي، غوږونه مې کاڼه کېږي. دا سختي ده او راباندې راغله. "


هاخوا له پاکستانه یو بل راستون شوي وسیع‌الله ازادي راډیو ته وویل، کار روزګار او سرپناه نه‌لري او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.


وسیع الله زیاتوي:


"جونګړه نه‌ او بل هیڅ شی نه‌لرو. موږ ډېر وخت نږدې ۱۶ – ۱۷ کاله هلته تېر کړل. خېمه یې هم نه‌ده را کړې، هملته دفعتا یو څو روپۍ مرسته را سره وکړه. بیا نه چا زنګ وهلی او نه یې را سره کمک کړی دی. دلته یو کور کې پراته یوو. "




د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د بې‌اسناده افغان کډوالو ویستو لړۍ پیل کړه او د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خبره، تر اوسه نږدې ۴ سوه زره افغانان راستانه شوي دي.


مجاهد اسوشېټېډ پریس ته ویلي، دا شمېر افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را استول شوي دي.


هاخوا د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان سترې محکمې منلې ده چې له دې هېواده د لکونه افغان کډوالو د ویستو د پرېکړې په اړه غور وکړي.


د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د سترې محکمې له قاضي یحیی اپریدي سره په کتنه کې یې د افغانانو د ویستو د بهیر د بندولو غوښتنه وکړه چې ومنل شوه او سترې محکمې د دوی دعوې په اړه د بحث ژمنه وکړه.


پاکستاني رسنیو هم د نامعلومو سرچینو په حواله دا خبر ورکړی، خو ویلي یې دي چې سترې محکمې په دې اړه د بحث لپاره د غونډې نېټه نه‌ده اعلان کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus