Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

'انجېلېنا جولي' له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د بشري حقونو په شاتګ بولي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ سفیره او فلم جوړونکې انجېلېنا جولي له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج د بشري حقونو په شاتګ بولي.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ سفیره او فلم جوړونکې انجېلېنا جولي له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو اندېښنه ښيي او وايي، افغانان بېرته هغه ځای ته لېږدول کېږي چېرته، چې دوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره ناممکن واقعیتونو سره مخ کېږي.


انجېلېنا جولي په خپل انسټاګرام د افغان کډوالو دا ډول ستنونه د بشري حقونو په شاتګ بللی او زیاتوي، دوی داسې ځای ته بېرته استول کېږي، د دې له قوله، چېرته چې ښځې له ټولو حقونو او زده‌کړو محرومه دي، یو شمېر یې زندان کې دي او تر څنګ یې ژور بحران روان دی.


اغلې جولي دا د افغانانو له کړاووه د ډک تاریخ په اوږدو کې نوې تراژیدي بللې چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې له جګړو او بې‌‌ځایه کېدو پرته بل څه نه‌دي تجربه کړي.


هغې زیاته کړې: " افغانان د ښې راتلونکې له ژمنو سره سره نړۍ یوازې پرېښي دي."




له انجېلېنا جولي وړاندې د ملګرو ملتونو، د کډوالو نړیوال سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان او ډېر شمېر هېوادونو او د بشري حقونو ملاتړو ادارو هم د افغان کډوالو په جبري اخراج اندېښنه ښودلې وه او له پاکستانه یې سمدستي د دې بهیر د درولو غوښتنه کړې وه.


بل‌خوا بیا پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله نن خبر ورکړی چې غواړي په ډیورنډ کرښه درې نورې لارې پرانیزي، څو بې‌اسناده افغان کډوال هر څه ژر ستانه کړي.




دا لارې په ژوب، لورلايي او شېراني سیمو کې پرانیستل کېږي او رسنیو دا هم لیکلي چې پاکستاني چارواکو په دې اړه معلومات د طالبانو حکومت سره شریک کړي دي.


هاغاړه بیا پرون په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړو په یوه غونډه کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت چلند غندلی دی.


له دوی یوه اظهرخان دې غونډې ته ویلي: "داسې یوه تګلاره باید وي چې په حیا، عزت او مینه دا خلک ولېږو. دا کوم ظلم او زیاتی چې زموږ حکومت اوس له افغانانو سره کوي، د دې ظلم موږ نن د دې جرګې له لارې قرارداد وړاندې کوو چې موږ یې مخالفت کوو."


خو له دې ټولو غوښتنو سره سره لا هم له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل روان دي او یوازې پرون ورځ؛ د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، د تورخم او سپین بولدک له لارې له ۵ زرو زیات کسان افغانستان ته شړل شوي دي.


هاخوا راستانه شوي افغانان وايي، د بل هر وخت په پرتله ډېرې اړتیاوې لري او داسې مهال چې هوا سړه شوې، ژر یې باید د سرپناه غم وخوړل شي.


له دوی یو روح‌الله: "د سرپناه لپاره څه نه‌لرو. نه کمپل شته او نه بړستن. داسې وسایل نه‌لرو او ډېر ورته ضرورت لرو. نور د خوراک څښاک به څه مشکل نه‌وي."


د طالبانو حکومت د شمېرو پر بنسټ، د سپټمبر له ۱۸مې نېټې وروسته، له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال له پاکستانه، افغانستان ته ستانه شوي او دا شمېره ورځ تر بلې لا پسې زیاتېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus