Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اسلام اباد کې د افغان ښځینه مدافع وکیلانو لاریون؛ د پناغوښتنې قضیې مو بشپړې کړئ

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې نن لسګونه هغو افغان ښځینه وو، چې وایي مخکې په افغانستان کې مدافع وکیلانې وې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) د دفتر مخ ته لاریون وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د دوی د پناغوښتنې قضیې دې ژر بشپړې او خوندي ځایونو ته دې ولېږدول شي.








دوی چې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) د دفتر مخ ته راټول شوي وو، ویل یې چې له دوو کلونو راهیسې یې د پناغوښتنې کېسونو ته پام نه کېږي او اوس له پاکستان څخه د جبري ایستلو له ګواښ سره هم مخ دي.


د دې اعتراض یوې ګډونوالې خدیجې نوري ازادي راډيو ته وویل چې د کډوالو عالي کمېشنري یې غوښتنې وا نه ورېدې او ادعا کوي چې برعکس د کارکوونکو او ساتونکو له لوري یې یې ناسم چلند هم ورسره وشو.


نوموړې وایي:


"نن لس بجې د UNHCR دفتر مخ ته راټول شوي وو، موږ له تېرو دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې بې برخلیکه ژوند کوو او د ملګرو ملتونو په ګډون هېڅ بنسټ مو غږ نه دی اورېدلی. موږ له UNHCR څخه وغوښتل چې زموږ کېسونه ژر بشپړ کړي، خو له بده مرغه د دې ادارې د کارکوونکو او ساتونکو له ناوړه چلند سره مخ شو او زموږ له ډلې یې ځینې ووهلې هم. "


په اسلام اباد کې د معترضو ښځینه مدافع وکیلانو له ډلې سمایه کریمي وايي، له دې امله چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې و، پاکستان ته کډواله شوې او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنري سره ثبت هم ده، خو نوموړې شکایت کوي چې تر دې دمه یې د برخلیک معلومولو په خاطر یادې ادارې هېڅ نه دي کړي.


کریمي ازادي راډیو ته وویل:


"له بدمرغه دې دفتر (UNHCR) د ټولو نړۍوالو قوانینو پر خلاف ښځینه مدافع وکیلانو ته هېڅ پام نه دی کړی او ټول په بد حالت کې ژوند کوو. اوس چې د پاکستان حکومت د کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې، د مدافع وکیلانو لپاره حالت نور هم سخت شوی او که افغانستان ته ولېږل شو، موږ او اولادونه به موږ له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شو."










په اسلام اباد کې یوه بله مدافع وکیله زرغونه احمدي چې د دوشنبې ورځې په اعتراض کې یې ګډون کړی و، وايي غوښتنه یې د خپلو کېسونو ژر بشپړول دي.


هغه وایي:


"زموږ غوښتنه دا ده، دا مدافع وکیلان چې د کډوالو له عالي کمېشنري سره ثبت هم دي، هغوی هېوادونو ته دې ور وپېژني چې پناغوښتونکي مني، څو زموږ کېسونه پروسس شي او یوه خوندي ځای ته لاړ شو او له دې بې برخلیکه حالت څخه خلاص شو."


په پاکستان کې د افغان ښځینه مدافع وکیلانو د ننني اعتراض او د دوی د ادعاوو په اړه مو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنري له ویاند قیصر څخه وپوښتل، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.


د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ هغه کسان چې په افغانستان کې یې خپل ژوند په ګواښ کې باله، ډېر یې پاکستان او ایران ته لاړل چې د دې هېوادونو له لارې نورو لوېدیځو هېوادونو ته د پناغوښتنې کېسونه مخ ته یوسي، خو دا دواړه هېوادونه اوس وايي، هغه افغانان له خپلې خاورې باسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.


که څه هم ګڼو نړۍوالو سازمانونه له پاکستان څخه غوښتي چې په خپلې هغې پرېکړې بیا کتنه وکړي چې د اکټوبر تر وروستۍ نېټې یې ناقانونه کډوالو ته د وتلو وخت ورکړی، خو د پاکستان د موقت حکومت چارواکو ویلي، په دې اړه هېڅ جوړجاړی نه کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus