Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو ایستل به ناورین رامنځته کړي

د ملګرو ملتونو ادارو په دې ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې که د طالبانو د تعقیب له ډاره تښتېدلي افغانان د پاکستان له لوري افغانستان ته په زوره واستول شي، شکنجه او توقیف به شي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري خبرداری ورکوي چې له پاکستانه د سلګونو زره افغان کډوالو په زوره ایستل به د بشري حقونو د یوه ناورین سبب شي.


سبا د اکټوبر ۳۱ مه له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره د پاکستان د حکومت وروستی مهلت دی.


د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ او د کډوالۍ د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، د اکټوبر له پیله تراوسه لسګونه زره افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.


دې دواړو نړیوالو ادارو وویل، مخکې تر دې چې د بشري حقونو د ناورین د مخنیوي لپاره کار تر کاره تېر شي، له پاکستاني چارواکو څخه په کلکه غواړي چې د افغان کډوالو جیري ایستل ودروي.


دوی همداراز ویلي، باور لري چې اکثره په زوره ایستل کېدونکي افغان کډوال ممکن په افغانستان کې د شکنجې، توقیف او ناوړه سلوک په شان له جدي خطر سره مخامخ شي.


د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم له پاکستانه څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غندلې ده.




هغې د ټولنیزو شبکو له لارې ویلي: "د طالبانو له تعقیبه تښتېدلي افغان ماشومان، ښځې، ځوانان او زاړه د ملاتړ، درناوي او امنیت وړ دي، نه د خنډونو، ځورونو او کړولو."


اروپايي اتحادیې هم ویلي چې له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ له لارې غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې له پاکستان څخه افغانستان ته لېږل کېدونکي افغان کډوال خوندي دي.


له پاکستان څخه په ایستل کېدونکو کډوالو کې هغه کسان هم شامل دي چې له څو لسیزو راهیسې په دغه هېواد کې اوسي.


له همدې امله هغوی وايي چې وخت ته اړتیا لري چې خپل جایدادونه وپلوري، خو دا په داسې حال کې ده چې په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې پاکستان د افغان کډوالو شتمنۍ ضبطوي.


په وروستیو څو ورځو کې چې د پاکستان د ټاکل شوي مهلت وخت په رانږدې کېدو دی، زرګونه کسان افغانستان ته راغلي.


دا هغه افغان کډوال دي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې له شاوخوا ۸ زره نورو افغان کډوالو سره د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي.


د پاکستان د حکومت پر اساس، په دغه هېواد کې ۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي چې یو میلیون او ۷۰۰ زره یې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.




پاکستان وايي، هغه کسان چې د اسنادو د نه لرلو له کبله نیول کېږي، بد چلند به ورسره نه کېږي، خو کډوال بیا شکایت لري چې بد سلوک ورسره کېږي او حتی د اسنادو له لرلو سره سره یې نیسي.


د پاکستان ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ په تورخم کې د پاکستاني چارواکو په قول وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې ۷۷ اسناد لرونکي افغان کډوال چې په پنجاب کې پولیسو نیولي وو، افغانستان ته واړول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus