Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملا برادر: له ټولو ښارونو سوالګر ټولوو؛ یوه سوالګره: چې سوال ونه کړم، ۴ یتیمان څنګه وساتم؟

د طالبانو د حکومت د رئيس الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، یو ځل بیا له ښارونو څخه د ټولو سوالګرو پر راټولولو ټینګار کړی دی.


د نوموړي د دفتر مطبوعاتي برخې په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر، د شنبې په ورځ، د ده په مشرۍ د سوالګرو د را ټولولو کمېټې په غونډه کې وویل، چې د سوالګرو له راټولولو او ارزونې وروسته به مستحقو کسانو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشي.


د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې کمېټې پرېکړه کړې چې  د حج او اوقافو وزارت دې د جمعې د ملا امامانو په همکارۍ د جمعې لمانځه په خطبو کې خلک د دې کار د دنیا او آخرت له زیانونو خبر کړي.


له ښارونو څخه د سوالګرو د راټولولو د پروګرام له پیل څخه د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په کابل او ولایتونو کې یو شمېر سوالګر ادعا کوي چې تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.


یوه سوالګره مېرمنه، چې ۲۸ کلنه او د کابل اوسېدونکې ده، وایي څلور ماشومان لري.


هغه زیاتوي، د ښوونکو د روزنې انستیتیوت زده کوونکې وه، خو د کورنۍ له خوا د جبري واده قرباني شوه.


د هغې په وینا، اوس يې خاوند مړ دی او له سوال کولو پرته بله لاره نه لري.


دا چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:


" زه نور څه کار وکړم، ماشومان مې ډوډۍ غواړي، زه مجبوره یم سوالګري وکړم، جومات ته ولاړه شم یا د نانوايي مخې ته کینم. د ورځې کله ۱۰۰ روپۍ، کله ۳۰، کله ۱۰ او کله هیڅ پیسې نه راټولېږي، یواځې ۵ یا ۴ ډوډۍ پرې کیږي. طالبان خو خلک وړي خو زما ماشومان ډير واړه دي، که ما یوه ورځ هم یوسي، ښايي ماشومان مې له لاسه ورکړم." 




بادام ګل، د کابل ښار یوه بله سوالګره، چې په یوې خېمې کې ژوند کوي.


دا وايي، زوی یې په نشه توکو روږدی دی او مېړه یې ناروغه، نو ځکه سوال ته ناسته ده.


هغې ازادي راډیو ته وویل:


" ستونزې لرم، په خېمه کې ژوند کوم، ددرې شپو راهیسې مې ډوډۍ نه ده خوړلې، مېړه مې ناروغ دی، په ځای پروت دی . ما هم عملیات کړی، یو زوی لرم، هغه هم پوډري دی. " 


د نیمروز ولایت اوسیدونکې، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، چې نه حکومت او نه هم نړیوالو ادارو ورسره مرسته کړې ده.


هغه زیاتوي:


" هيڅ مې په توان کې نشته، چې خلکو کورونو ته ولاړه شم او کار وکړم. زه مجبوره یم چې سوالګري وکړم، که ما پریږدي که نه، زه مجبوره یم چې سوالګري وکړم، وږې یم. چې وړې نه وم سوالګري نه کوم. کور زما نه دی، کرايي دی، هغه هم کنډواله ، څښولو ته پاکې اوبه نه لرم، تر اوسه هیچا راسره مرسته نه ده کړې." 


د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د سرې میاشتې د کمېټې له چارواکو مو د سوالګرو د راټولولو او له دوی سره د مرستې د بهیر د جزییاتو په اړه وپوښتل، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.




تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روان هجري لمريز کال په پيل کې ويلي وو، چې دوی له کابل ښار څخه شاوخوا ٣٠ زره سوالګر راټول کړي، چې مرستې به پرې ووېشل شي.


د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې، په کابل ښار کې د سوالګرو د ټولولو لړۍ پیل کړې وه، چې وروسته د ځینو ولایتونو په مرکزونو کې هم پیل شوه.


د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو وروسته، په دغه هېواد کې بې وزلي او بېکاري په بې ساري ډول لوړه شوې ده.


ډیری سوالګر وايي، چې له مجبوریته سوالګري کوي.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا) د معلوماتو له مخې، دا مهال ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.


راپور:  ثنا کاکړ 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus