Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په متحده عربي اماراتو کې طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل؛ شنونکي دا ډول کړنې څنګه ارزوي؟

په بېلابېلو هیوادونو کې د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د یو شمېر سفارتونو د تعامل او د طالبانو حکومت د یو شمېر دغو سفارتونو د سپارلو په دوام، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې هم د افغانستان سفارت ته سرپرست سفیر معرفي کړی دی.


د نړیوالو اړیکو یو شمېر پوهان وايي چې طالبانو ته سفارت سپارل د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی؛ بلکې دا کار د سوداګریزو اړیکو د ساتلو او په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په هدف شوی دی.


له ډلې یې اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل:


" متحده عربي امارات هغه هیواد دی چې هلته ډېر زیات افغان سوداګر ژوند کوي، او هلته له سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو سوداګریزې اړیکې ډېرې مهمې دي، نو زما په باور تر ډېره سوداګریزې اړیکې د دې کار لامل دي چې د متحده عربي اماراتو او اسلامي امارت تر منځ موجودي دي."


د نړیوالو اړیکو یو بل پوه مهدي عارفي هم ازادي راډيو ته وویل چې دا کار د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی.


هغه زیاته کړه:


" دا موضوع رسمیت پېژندنه نه ده، ځکه نه د کوربه هیواد له لوري کومه رسمي اعلامیه صادره شوې او نه هم او نه هم په دې برخه کې کومه خبره شوې ده، نو واقعیت دادی چې په دې برخه کې یو سیاسي عمل تر سره شوی نه حقوقي."


خو یو شمېر پخواني افغان دیپلوماتان بیا په بل نظر دي.




د تېر جمهوري حکومت پر مهال په کاناډا کې افغان سفیره شینکۍ کړوخیل وايي په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو حکومت ته د افغان سفارت سپارل د سیمه ییزو سیالیو له مخې ترسره شوي دي.


مېرمن کړوخېل زیاتوي:


" په متحده عربي اماراتو کې د سپارلو په اړه زه فکر کوم چې ځینې سیمه ییزې سیالۍ موجودې دي، قطر طالبانو ته ډېر نږدې دی، او ټوله پروسه یې په کنترول کې ده، نور عربي هیوادونه هم غواړي چې له طالبانو سره اړیکي ولري، او دا قطر ته یو امتیاز نه وي، او دوهمه مسله د هیوادونو ګټې دي چې تر کومې کچې د افغانستان په مسله کې دخیل اووسي."


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په خپل اېکس شبکه لیکلي وو چې بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت کارکونکو ته د سرپرست سفیر په توګه پېژندل شوی دی.


د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون هم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی و چې په متحده عربي اماراتو کې د سفیر په توګه د بدر الدین حقاني ګومارل به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې مثبت رول ولوبوي.




که څه هم د دوو کلونو په تېرېدو، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړۍ د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د سیمې او نړۍ په ځینو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارل شوي دي.


دغه شان یو شمېر سفارتونو ته طالبانو خپل دیپلوماتان معرفي کړي او په ځینو کې خلکو ته د کنسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د تېر جمهوري حکومت دیپلوماتانو د طالبانو له حکومت سره د تعامل اعلان کړی دی. 


څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، ملت ته د حساب ورکولو په نوم په یوه غونډه کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت د نړۍ په بېلابېلو ۱۵ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus