Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځینې نړیوال بنسټونه: افغانستان د ښځو د پرمختګ په برخه کې تر ټولو بد هېواد دی

د دوو نړیوالو انسټېټیوټونو ارزونې ښيي چې افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو په لړلیک کې د ښځو د پرمختګ په برخه کې تر ټولو بد هېواد دی.


د ښځو لپاره د جورج ټاون انسټېټیوټ او د ناروې د سولې انسټېټیوټ یوه نوې ارزونه کې افغانستان د ښځو د پرمختګ په برخه کې تر ټولو وروستی ځای لري.


'د ښځو د سولې او امنیت شاخص' چې پرون په نیویارک کې خپور شو په ۱۷۷ هېوادونو کې د ښځو مشارکت، عدالت او امنیت په اړه د ارزونو مجموعه ده چې پر بنسټ یې دا هېوادونه درجه بندي شوي او په پایله کې یې افغانستان د ۰،۲۸۶ نمرو په اخستو د ښځو د پرمختګ په برخه کې تر ټولو بد هېواد بللی.


خو په دې شاخص کې ډنمارک لومړی، سویټزرلنډ دویم او سویډن د ښځو د پرمختګ په برخه کې درېیم مقام ګټلی دی.


د ناروې د سولې انسټېټیوټ مرستیالې تورون ایل ټریګیسټاډ په دې ارزونه کې د افغانستان ځای ته په اشارې ویلي، افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.


دې انسټېټیوټ په خپله ویبپاڼه د اغلې تورون ایل له قوله زیاته کړې: "افغان ښځې چې هره ورځ ویښېږي دنده، تعلیم او ان د ژوند خپلواکي نه‌لري."




د ناروې د سولې انسټېټیوټ مرستیالې دا ارزونه د نړۍ مشرانو ته د خطر زنګ بللی چې باید وپوهېږي، افغان ښځې زندانیانې دي.


د طالبانو حکومت رسما د دې ارزونې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو ښځو حقونه خوندي دي.


خو د ښځو لپاره د جورج ټاون انسټېټیوټ او د ناروې د سولې انسټېټیوټ ارزونه بیا بر عکس ښيي چې د طالبانو له‌خوا په افغان ښځو د پراخه محدودیتونو له امله د دوی وړتیا خورا محدوده شوې ده.


راپور زیاتوي، له کله چې طالبانو په مرستندویه ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی، له هغه وخته دوی له ځورونې، ډارونې او توقیف سره مخ دي.


راپور کې دا هم لیکل شوي چې په افغانستان کې ښځې عدالت ته تر ټولو کم لاسرسی لري.


د ښځو لپاره جورج ټاون انسټېټیوټ او د ناروې د سولې انسټېټیوټ په ارزونه کې زده‌کړه، کار، عدالت ته لاسرسی، سیسټماټیک او جنسیتي تاوتریخوالی، د میندو مړینه او د یو شمېر نورو په ګډون ۱۳ شاخصونه ارزول شوي چې په اکثرو کې یې افغانستان تر ټولو کمې نمري اخستې دي.


د دې ارزونې په یوه برخه کې لیکل شوي: "په کومو هېوادونو کې چې ښځې په ښه وضعیت کې دي، هلته ژوند هم په ډېر سوله‌ییز ډول روان دی."


د دې ارزونې په پیل کې د ښځو لپاره د جورج ټاون انسټېټیوټ مشرې میلان ویرویر په نړۍ کې د ښځو د وروسته پاتې کولو لپاره د استبدادي کړنو په اړه هم اندېښنه ښودلې.




په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، اوسمهال افغان نجونې او ښځې د ژوند له هر ډول پرمختګ را ګرځول شوي دي.


د ښځو د حقونو فعاله مرضیه حفیظي وايي: "په کوم هېواد کې چې نجونې او ښځې خپلو لومړنیو حقونو ته چې هغه زده‌کړه ده لاسرسی ونه لري، ښکاره ده چې هغه هېواد نه خوندیتوب لري او نه هم پرمختګ کولای شي. مثلاً د ښځو د کار، زده‌کړو، تفریح او ان ورځینو چارو مخه نیول کېږي. نو دې ټولو ته په کتو موږ څه ته هیله‌من و اوسوو چې افغانستان دې پرمختګ وکړي. "


د ښځو د حقونو یوه بله افغان فعاله فریده حفیظ هم وايي، افغانستان په واقعي بڼه هغه هېواد دی چې له ښځو یې ډېر حقونه اخیستل شوي دي.


هغه وايي: "اوسني وضعیت ته په کتو افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې ښځې په کې د کار او زده‌کړو حق نه‌لري. زما له انده دا ارزونه سمه ده."


د ښځو لپاره جورج ټاون انسټېټیوټ او د ناروې د سولې انسټېټیوټ په ارزونه کې د ښځو د پرمختګ په برخه کې د افغانستان په ګډون، یمن، مرکزي افریقا، د کانګو جمهوریت، سوډان، سوریه، سومالیا او عراق هم تر ټولو بد هېوادونه یاد شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus