Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پر افغان کډوالو د پاکستان د فشارونو دوام؛ بورډ بازار کې یې لسګونه کارځایونه ویجاړ کړي

د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار اړوند بورډ بازار کې د افغان کډوالو نږدې ۴۰۰ دوکانونه او څپرې د ځايي چارواکو او د پېښود پراختیايي ادارې له‌خوا ویجاړې شوي دي.


بېلابېلو پاکستاني رسنیو د ځايي چارواکو له قوله لیکلي، دا دوکانونه او چوپړې په پاخه سړک او دولتي ځایونو کې جوړې شوې وې او له هر ډول قوانینو یې سرغړونه کوله.


پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی لیکلي:


"دا عملیات به په همدې شکل په ټوله ښار کې روان وي او د ټولو غیرقانوني ودانیو مخه ونیسي. "


رسنیو دا هم ویلي چې په دې عملیاتو کې ۱۰۰ تنه هغه کسان هم نیول شوي چې د دې ودانیو د ړنګولو پر مهال یې مقاومت کړی دی.


د رسنیو له قوله، بورډ بازار چې په کوچني کابل هم یادېږي، نږدې ۹۰ سلنه دوکانونه او سوداګري په کې د افغان کډوالو روانه ده.


ها خوا یو شمېر هغه افغانان چې په بورډ بازار کې یې دوکانونه وران شوي ازادي راډیو ته وویل، له خبرتیا پرته یې پولیسو دوکانونه وران کړي او تر خوا یې له دوی سره ډېر نا مناسب چلند کړی.




د خالد په نوم یوه دوکاندار ازادي راډیو ته وویل:


"زموږ د پوښتنې څوک نه‌شته، په کار و چې موږ ته یې یو دوه ورځې وخت را کړی وای. له کله چې د افغانانو پر ضد عملیات شروع شوي، له موږ سره هم سختی کېږي. "


خو هاخوا بیا په بورډ بازار کې د افغان سوداګرو د ټولنې مشر عصمت‌الله توخي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو هغه دوکانونه وران کړي چې په غیر قانوني ډول او په پاخه سړک جوړ شوي وو.


توخي زیاته کړه:


"هغه دوکانونه چې په مارکېټونو کې دي، هغه نه‌دي ړنګ شوي. بورډ بازار کې د سړک د پاسه درې ډلې زوراکي دي، هغوی راشي، ریړې ودروي او بیا ترې هر ماښام پسې ټولوي. یو ډله راشي، یوه ډله چې ټیکه واخلي، بله ترې شکایت کوي او بله ډله یې چې واخلي، بله ډله ترې شکایت کوي. د پاخه سړک د پاسه جوړ شوي عرضي دوکانونه وران شوي. "


په بورډ بازار کې د افغان کډوالو دا دوکانونه داسې مهال ورانېږي چې په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو نیول لا هم روان دي.


تازه د پاکستان دولتي ټلویزیون خبر ورکړی چې د ۱،۷ میلیونه غیر قانوني کډوالو د ویستو له اعلان وروسته نږدې ۵۹ زره افغانان خپله هېواد ته ستانه شوي دي.


په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي، پاکستاني پولیس یې هر ځای ځوروي.




په اسلام‌اباد کې مېشت افغان کډوال احمد افغان وایي:


"په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول شدیدا روان دي، پاکستاني پولیسو د همدې کار لپاره نوي چیک پوسټونه جوړ کړي دي. هر ځای چې افغانان ویني، ترې پوښتنې کوي. "


د پاکستان موقت حکومت د اکټوبر تر وروستۍ نېټې ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو چې په دې هېواد کې د دوی له قوله د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري وخت ورکړی چې پاکستانه ووځي.


که څه د ملګرو ملتونو په ګډون د امریکا متحده ایالاتو او یو شمېر نورو هېوادونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د اجبراي اخراج بهیر ودروي، خو ښکاري چې پاکستان عملا په دې برخه کې کوم عملي ګام نه‌دی پورته کړی.


هاخوا له پښتونخوا ملي عوامي ګوند جلا شوې ډلې له پاکستانه د افغانانو د ویستو پر ضد لاریون کړی.


دوی چې پرون د کراچۍ پریس کلب مخې ته را غونډ شوي وو، له پاکستاني حکومت وغوښتل چې په زوره د کډوالو د افغان کډوالو د ویستو پرېکړه بېرته واخلي.


لاریون کوونکو تور پورې کاوه چې په سند او پنجاب کې پوليس د کډوالو په نامه پښتانه سوداګر ځوروي او د هغوی ملکیتونه غصبوي.


د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus