Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: د هرات زلزلې تر نېمایي زیاتې قربانیان ښځې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د ښځینه قربانیانو او اغېزمنو نوې شمېرې خپرې کړي.


دا راپور چې پرون "un women" په خپله وېب‌پاڼه خپور کړی په کې لیکل شوي، د دوی ارزونې ښيي چې د اکتوبر تر ۱۷مې په هرات کې د زلزلو په پایله کې د مړو شویو بالغو کسانو ۵۸ سلنه یې ښځې وې.


همدا ډول د ټپیانو ۶۰ سلنه ښځې جوړوي او هغوی چې لا درکه دي، ۶۱ سلنه یې ښځې دي.


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ټوله کې د هرات په زلزله ځپلو کې د اغېزمنو ۵۳ سلنه ښځې یادې کړي او لامل یې هم دا ښودلی چې د زلزلې پر مهال ډېرې ښځې په کورونو کې وې.


د "un women" له قوله، له دې امله چې ښځې زلزلې زیاتې اغېزمنې کړي، د مرستو رسولو لپاره یوې هر اړخیزه ستراتېژۍ ته اړتیا ده.


خو دا اداره پر دې هم اندېښمنه ده چې ښځې به هغه ډول چې اړینه ده مرستو ته لاس‌رسی پیدا نه کړي، ځکه د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، ښځو ته د مرستو رسول د نارینه‌وو په تذکرو پورې محدود شوي او په دې توګه لږ احتمال لري چې هره ښځه نارینه خپلوان ولري او یا هم د هغوی د کورنۍ په استازیتوب مرسته تر لاسه کړي.


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه زیاتوي، اغېزمنو ښځو لپاره تر ټولو مهم د سرپناه، روغتیا او اوبو برابرول دي، ځکه د دې ادارې په خبره، سرپناوې په کافي شمېر او اندازه نه‌دي، څو د کورنۍ ټول غړي په کې ځای پر ځای شي.


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خېمو کې د ډېر وخت تېرولو په پایله کې د ښځو پر وړاندې د فشار لرونکي چاپیریال، نا امنه ژوند او په پایله کې د جنسیت پر بنست د تاوتریخوالي د خطرونو د زیاتېدو یادونه هم کړې.




د طالبانو حکومت د دې اندېښنو په اړه رسما څه نه‌دي ویلي.


هاخوا یو شمېر زلزله ځپلې ښځې وايي، له زلزلې د وخت په تېرېدو سره هم د دوی ستونزې نه‌دي حل شوي.


د هرات اوسېدونکې سهیلا ازادي راډیو ته وویل:


"لور مې وېرېږي، کله چې ویده وي، یو ځل پاڅېږي او په چیغو وايي، هله مورې زلزله ده. بله لور بیخي ډوډۍ نه‌خوري. ډېر خلک د باندې دي، د ورځ ګرمې وي او د شپې سړه هوا. هغه مرستې چې باید حکومت کړې وای، ډېرو ته نه‌دي رسېدلي، فراشوتي خېمې او ګرمې کمپلې له دوی هیڅ نه‌دي ورکړل شوي. "


یوه بله هراتۍ مېرمن بیا وايي، په زلزله کې یې د عاید ټولې سرچینې له لاسه ورکړې او اوس هیڅ نه‌لري.


هغه زیاتوي:


"دومره کمزورې شوې یم چې هیڅ کار مې له لاسه نه کېږي. دلته ناسته یم هر دقیقه لوېږم، وضعیت مو تر دې حده رسېدلې چې د سهار او ماښام لا نه لرو. "


له دې وړاندې یو شمېر بنسټونو چې هرات ته یې مرستې رسولې او همدا ډول د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې هم په هرات کې د شویو زلزلو له امله ډېر زیانمن شوي ماشومان او ښځې ښودلې وې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus