Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د غزې ملکیانو ته د اسراییلي پوځ خبرداری؛ له شمال څخه جنوبي سیمو ته کډه شئ

د اسراییل پوځ یوځل بیا په غزې تړانګه کې ملکیانو ته خبرداری ورکړ چې د دې سیمې جنوبي برخې ته کډه شي او خبرداری یې ورکړ چې که څوک په شمالي برخه کې پاتې شول هغوی به د تروریستي سازمان شریک وګڼل شي.


د اسراییل د پوځ اشاره حماس ته وه چې د اکتوبرپه اومه نیټه یې پراسراییل پراخ برید وکړ.


د غزې د شمالي برخې اوسیدونکو ته دغه خبرداری د معلوماتي پاڼو او د موبایل پیغامونو له لارې ورکړل شوی دی.


اسراییل له غزې سره په پوله کې زیات شمېر سرتېري او درانه پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي او نژدې ده چې په سیمه کې ځمکني عملیات پیل شي.


د اسراییل د پوځ ویانډ ډانیل هګري وویل، سرله نن څخه پرغزې هوایي بریدونه زیاتوي ترڅو خپلو پوځیانو ته د ځمکني برید په صورت کې خطرونه را کم کړي.


په عین حال کې اسراییل په شمال کې لبنان پولې ته نژدې له حزب الله له وسله والو سره د شخړو په نتیجه کې ۱۴ نورو میشت ځایونو د تخلیې اعلان وکړ.


له دې مخکې اسراییل په سیمه کې له ۲۸ مېشت ځایونو څخه د خلکو د لیرې کولو خبرورکړی و.


پر اسراییل د حماس له برید وروسته د حزب الله او اسرایلي ځواکونو ترمنځ پرله پسې نښتې کیږي.


اسراییل وویل چې تیره شپه یې په لبنان کې د حزب الله پرڅو ځایونو بریدونه وکړل.


د اسراییل پوځ پرغزې د ځمکنیو عملیاتو د پیلیدو لپاره د تیاریو په ترڅ کې پردې سیمې د هوایي بریدونو د زیاتیدو خبرداسې مهال ورکوي چې یوشمیراروپایي هیوادونه نن د پراخو لاریونونو شاهد دي.


د لندن پولیس ویلي، نژدې سل زره کسانو پرون شنبې په دې ښارکې په هغه لاریون کې ګډون کړی و چې د فلسطینیانو ملاتړو ډلو له خوا تنظیم شوی او هغه یوله هغولاریونونو و چې اروپا یې پرون شاهده وه.




لاریون کوونکو، د فلسطین لپاره د ازادي، په غزه کې بمبارۍ بنده کړئ او د اسراییل نژادي تبعیض دې پای ته ورسیږي، شعارونه لېږدول.


د لاریون ډیری ګډونوالو همدارنګه د فلسطین بیرغونه پورته کړي او ځینو یې اسراییل یو ترهګر دولت دی او فلسطین آزاد کړئ، شعارونه ورکول.


د فرانسې، هسپانیا او ایټالیا په یوشمیرښارونو کې هم پرون د فلسطینیانو په پلوي او په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په پارلاریونونه ترسره شول.


د راپورونو له مخې، په دغو لاریونونو کې په زرګونو کسانو ګډون کړی و.


په عین حال کې پرون شنبې د رفح له سرحدي لارې څخه غزې ته د مرستو د شلو لاریو له رسېدو وروسته د ملګروملتونو یو شمېر ادارو د غزې په تړانګه کې د سمدستي اوربند او بشري مرستو ته د نا- محدوده لاسرسي غوښتنه وکړه.




د ملګروملتونو پرمختیايي ادارې UNDP، د وګړو ادارې UNFPA، د ماشومانو د مرستې صندوق یونیسیف، د خوړو نړیوال پروګرام WFP او د روغتیا نړیوال سازمان WHO په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د بشري مرستو کارکوونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې اړو خلکو ته مرستې ورسوي، د هغوی ژوند وژغوري او د انساني کړاو مخنیوی وکړي.


د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې، غزې ته په رسیدلو مرستو کې خوراکي مواد، درمل او نور وسایل شامل دي،خو د ملګروملتونو د بیړنیو چارو همغږه کونکي ادارې، اوچا نن یکشنبې وویل چې په غزه کې په ورځني ډول لږترلږه د سل لاریو مرستو ته اړتیا ده.


د ملګروملتونو په وینا، په غزه کې چې اسراییل محاصره کړې، ډیری خلک خوړواو د څښاک اوبو ته سخته اړتیالري.


د اکتوبرله اومې چې حماس پراسراییل پراخ برید کړی، اسراییل پرغزې د هوا او ځمکې له لارې ویجاړونکي بریدونه پیل کړي.


د حماس د وسله والو په برید کې په اسراییل کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي.


د رویترز په وینا، د حماس روغتیایي چارواکو نن یکشنبې اعلان وکړ چې په غزه کې تراوسه ۴۶۵۱ کسان وژل شوي چې څلوېښت سلنه یې ماشومان دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus