Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د هرات له زلزلې یوه روغه پاتې شوې وېرېدلې افغانه مېرمن: ما بېرته مه استوئ

مېل:


د بریتانیا مېل ورځپاڼې د هرات د زلزله ځپلو په اړه د فرانس‌پرېس اژانس راپور خپور کړی دی.


د دې لیکنې سرلیک دی: "له زلزلې روغه پاتې شوې بېرېدلې افغانه وايي، ما بېرته مه استوئ."


دا لیکنه د نګار په نوم د یوې ښځې په اړه ده چې په زلزله کې له ژوندۍ پاتې کېدو وروسته یې یوه شپه په سختۍ په خپل نړېدلي کلي کې تېره کړې، خو د پر له‌پسې زلزلو له کبله ښار ته تللې او نور نه غواړي چې خپلې اصلي مېنې ته بېرته لاړه شي.


نګار یوه له زرګونو کسانو څخه ده چې د پر له‌پسې زلزلو له کبله له خپلو کوره لېرې شوې ده.


مېل ورځپاڼې د هرات د زلزلو د شدت او له کبله یې د مرګ ژوبلو د شمېرو له یادولو وروسته کښلي، پنځوس کلنه نګار د خپلې کورنۍ له نورو غړیو سره په هرات کې خپل کلي نایب رفیع ته بېرته لاړه، خو له بیرې ورته سخت رېږد پیدا شو او فکر یې کاوه چې کور یې نړېږي.


دا وايي، زما بېره سبب شوه چې کورنۍ مو بېرته د هرات ښار ته راشي.


دا اوس د زرګونو نورو هراتیانو په شان په خیمه کې اوسي.


په هرات کې لومړۍ زلزله د اکټوبر په ۷ وشوه. د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۳ درجې و.


ډېر خلک له دې کبله اندېښنه لري چې هوا په سړېدو ده او تر کله باید په خیمو کې پاتې شي، خو یو شمېر له زلزلې بېرېدلي خلک غوره بولي چې په خیمه کې سړې شپې تېرې کړي، خو خپلو زلزله ځپلو کورونو ته لاړ نه شي.


اندپینډنټ:


د بریتانیا بلې ورځپاڼې، اندپینډنټ د هغو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې چې بریتانیا یې د راغوښتلو ژمنه کړې، خو اوس په پاکستان او ایران کې بند پاتې دي.


ورځپاڼه د بریتانیايي ډیپلوماتانو د خبرداري یادونه کوي چې وايي، دا افغانان له ایران او پاکستان څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.


اندپینډنټ لیکي، نږدې ۳ زره افغانان، چې اکثرو یې د بریتانیا له پوځ سره کار کړی دی، وروسته له دې چې بریتانیا تېر کال پاکستان ته د چارتر الوتکو لېږل درولي، په اسلام اباد کې بند پاتې دي.


ورځپاڼه زیاتوي، سلګونه نور په ایران کې انتظار باسي چې بریتانیا ته ولېږدول شي.


ورځپاڼې د پاکستان د هغه اعلان یادونه کړې چې پر اساس یې یو میلیون او ۷۰۰ زره کډوالو ته د روان اکټوبر تر پایه له پاکستانه د وتلو مهلت ورکړل شوی دی.


ورځپاڼه وايي د پاکستان پولیسو تېره میاشت په اسلام اباد کې پر هغه هوټل چاپه واچوله چې د بریتانیا له لوري د انتقالېدونکو افغان کډوالو لپاره کرایه شوی و.


پولیسو یو شمېر افغان کډوال چې د ویزې موده یې بشپړه شوې وه ونیول، خو هغه مهال پرېښودل شول چې په اسلام اباد کې د بریتانیا سفارت مداخله وکړه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus