فرانسې د مرتضی بهبودي د خوشې کیدو هرکلی وکړ
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې لیکلي، مرتضی د جنورۍ له ۷مې راهیسې ۲۸۴ ورځې د طالبانو په بند کې و.
په دې اعلامیه کې د فرانسويالاصله خبریال مرتضي بهبودي خوشې کېدل یو فرصت بلل شوی او د مطبوعاتو ازادۍ او په ټوله نړۍ کې بې له خنډه راپور ورکولو ته د فرانسې په ژمنتیا ټینګار شوی دی.
په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې فرانسې له لومړۍ ورځې د مرتضی بهبودي وضعیت له نږدې څارلی او د هغه د خوشې کېدو لپاره یې ډېرې هڅې کړي دي.
مرتضي بهبودي تېره چهارشنبې د طالبانو حکومت له زندانه خوشې کړ.