Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځینې نړیوال بنسټونه: افغانستان له زیاتېدونکي بشري ناورين سره مخ دی

د سره صليب او سره مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، افغانستان د یو لړ ویجاړونکو زلزلو وروسته له مخ په زیاتېدونکي بشري ناورين سره مخ دی.


د افغانستان په لوېدیځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون وايي چې دغه هېواد له دغو ویجاړونکو زلزلو وروسته له پراخېدونکي بشري ناورین سره مخ دی.


د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې د نړيوال فدراسيون په بیانیه کې د پنجشنبې په ورځ د دغه فدراسيون د اسيا د برخې د مسوول الکساندر متيو له قوله راغلي چې د دغې غميزې بشپړ اړخونه لا هم د څرګندېدو په حال کې دي او نړيوال ملاتړ ته بېړنۍ اړتيا ده.


هغه زیاته کړه چې د څه باندې ۱۳۰ میلیونو ډالرو غوښتنه شوې چې تر اوسه یې ۳۶ سلنه ترلاسه شوي دي.


په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې د وروستیو زلزلو له امله ۹۶ زره ماشومان زیانمن شوي دي.


د یونېسف په بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې په هرات ولایت کې یې د دغو ماشومانو او د زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره د ۲۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.


د ازادي راډیو خبریال د هغو ۹۶ زرو ماشومانو په اړه چې یونیسف ویلي، په هرات ولایت کې په وروستیو زلزلو کې زیانمن شوي، په افغانستان کې د دغې ادارې له مسوولانو څخه د نورو جزییاتو غوښتنه وکړه، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې ځواب ترلاسه نه کړ.




په ورته وخت کې یو شمېر زلزله ځپلي د مرستو غوښتنه کوي.


په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو یو قرباني، غلام علي چې مېرمن او لور یې په زلزله کې مړه او کور یې هم ویجاړ شوی، ازادي راډیو ته وویل چې د پنجشنبې شپې له طوفان وروسته د دغه ولایت له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوی چې هلته هېڅ مرستې نه دي شوي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "اوسمهال هېڅ هم نه شته، هغه مرستې چې د خلکو، سوداګرو او نورو لخوا شوې وې په هغې سیمې کې پاتې شوې چې توفان وشو، اوس ټول خلک دلته راغلل."


سوریا چې په دې ولایت کې له خپلې کورنۍ سره په یوه خیمه کې ژوند کوي او کور یې د دې په خبره د زلزلې له امله سخت زیانمن شوی، وايي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


هغې زیاته کړه: "تر اوسه له هیچا سره مرسته نه ده شوې او دلته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې، د بېلګې په توګه تودې جامې وي، یا خوراکي توکي وي، یا اقلاً یوه خیمه وي. هغه خیمې چې مونږ لرو، داسې دي لکه پشه خانې، پر سر مو ورته ټوټې اچولې چې باد ترې تېر نه‌شي، خو د تېرې شپې طوفان سره باران هم و. ډ ټولو مرسته غواړو په دې وخت کې چې ژمی راروان دي مونږ درک کړي. مونږ په ډېرو بدو شرايطو کې یو."


تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې د روانې اوونۍ زلزلو ۱۷ زره کسان زیانمن کړي دي.


لومړۍ زلزله د شنبې په ورځ د هرات په زنده جان ولسوالۍ او ځینو ګاونډیو ولسوالیو کې وشوه چې زرګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus