Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال: بد چلند راسره کیږي، وهل کیږو، شکنجه کیږو

 په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې یوه ویډیو په دې ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي.


ډېری هغه کډوال چې د طالبانو لخوا د افغانستان له سقوط وروسته او د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله د ایران په ګډون، ګاونډي هیوادونو ته پناه یووړه.


په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یو شمېر ایراني اتباع د افغان کډوالو پر کورونو د لرګیو او نورو وسایلو په وسیله برید کوي او له دوی څخه غواړي چې له هیواده یې ووځي.


د ټولنیزو رسنیو ځينې کاروونکي چې دا ویډیو خپره کړې ادعا کوي چې دا پیښه د ایران په قزوین ښار کې شوې ده.


که څه هم د دې ویډیو دقیق وخت معلوم نه دی، خو له پرون راهیسې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي.


ازادي راډيو د دې ویډيو کره والی نه شي تاییدولای. 




 په ایران کې یوه افغان کډواله سویتا، وايي چې د تهران په سلطان آباد سیمه کې د یو شمېر ایرانیانو له خوا د داسې یوې پېښې شاهده وه.


نوموړې وایي:


 " تیره شپه د تلي میاشتې په ١٤ نیټه، د افغانانو پر وړاندې د ایران خلکو د تاوتریخوالي شاهدان وو، د ایران خلکو زمونږ په مخ کې ځوان افغان هلکان پرته له دې چې کوم خراب کار وکړي یا کوم مضریت  وکړي  ویې وهل."


یوه بله افغانه کډواله، پروانه وايي چې مېړه يې د پخواني جمهوري نظام کارکوونکی و او د امنيتي ستونزو له امله، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بیرته افغانستان ته هم نه شي ستنېدلی. 


نوموړې چې وايي د لورانو زده کړې یې  د کډوالۍ یو بل لامل دی، د دې وضعيت په اړه اندېښمنه ده.


دغه کډواله وایي:


" دوه ورځې کیږي چې د ایران  وضعیت خراب دی، د افغانانو د کورونو شيشې ماتوي او شعار ورکوي چې باید افغانان  دې خپل هیواد ته ولاړ شي یا دې زمونږ له هیواده ووځي. زموږ اندیښنه دا ده، چې مونږ د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره ایران ته راغلو او کډوال شو، او اوس ایران کې هم وضعیت داسې دی."


په ایران کې، یوه بله افغان کډواله، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل چې ددې حالت لیدو وروسته ویریږي چې له کوره ووځي.


سرچینه وایي:


 " باور وکړئ د کور څخه له وتلو ویریږم، ځکه چې په ښار او بازار کې مو خپل ډیر هیواد وال ولیدل چې د ایران خلکو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره مخ شول." 


دا په داسې حال کې ده، هغه افغانان چې په دې وروستیو کې ایران او نورو هېوادونو ته کډوال شوي ادعا کوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د دوی لپاره خوندي نه دی.




 اقتصادي ناورین او سخته بې وزلي هم ګاونډیو، د سیمې او اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ بل لامل دی.


 په دې وروستیو اونیو کې په پاکستان کې هم د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې ده.


 د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت، تېره سه شنبه په دغه هېواد کې  ۱.۷۳ میلیونه افغانانو ته چې  د اوسیدو سند نلري، خبرداری ورکړ، چې د دې میاشتې تر پایه دې له پاکستانه ووځي، که نه نو دوی به له جبري ایستلو سره مخ شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus